پاکستان؛ دوه مياشتو کې په ډېورنډ د اغزن تار غځول بشپړېږي
خبريال وېبپاڼه/ د پاکستان د پوځ وياند ويلي دي چې د افغانستان سره یې د ډېورنډ په فرضي کرښه باندې د اغزن تار اچولو کار ۸۳ سلنه ترسره کړی دی او په راتلونکو دوه مياشتو کې به باقي کار هم تمام شي.
د پاکستان د پوځ چارواکو همدا راز ويلي دي چې د افغانستان په فرضي پوله به دوی د ۵۰۰ ميليونه روپيو په ارزښت چک پوينټونه هم جوړ کړي.
حکومت ورباندې راضي دی
پاکستان د ډیورنډ په فرضي کرښه په داسې حال کې اغزن تار تېروي چې افغان حکومت یې په وړاندې هېڅ ډول عملي اقدام نکوي او ددې په ځای يی ولسمشر ته کابل رخصت کوي، تر دې وړاندې پاکستان په تورخم کې دروازه جوړه کړه چې ورسره د افغان امنيتي ځواکونو جګړه رامنځته شوه څو افغان ځواکونه شهيدان هم شول خو بلاخره پاکستان بيا هم تورخم کې همغه دروازه جوړه کړه.
حکومت مو د افغان ځواکونو لاس لنډ کړی دی
پاکستان په داسې کې په ډېورنډ باندې د اغزن تار د تېرېدو او بشپړېدو خبر ورکوي چې افغان ولس پدې پرېکړه سخت خفه دی او د حکومت څخه یې هيله دا وه چې ددې تار د غځولو مخه ونیسي، افغان زړور پوځ څو ځله د پاکستاني پوځ له لوري ددې تار د غځولو مخه ونیوه ځينې پاکستاني سرتېري يې هلاکت ته ورسول، افغان پوځيان هم شهیدان شول نو بلاخره د کابل څخه به د مرکزي حکومت په خبره افغان پوځیان په شا شول، په همدې ډول به پاکستاني پوځ بیا د تار په لګولو پيل وکړ.
د کابل په اوړو کې شګه ده
په پاکستان ددې متجاوزانه کار په وړاندې د حکومت دريځ ډېر سست دی، داسې لکه پخوا چې پدې کار ورسره راضي شوي وي او اوس د خکلو د شرم څخه کله کله هسې یوه د ناکام اعلاميه خپره کړي، تراوسه حکومت په عمل د پاکستان ددې جابر کار په هکله د پام وړ څه نه دي ترسره کړي.
افغان پوځ د حکومت په خبره د پاکستاني پوځ سره جګړه نه کوي، ان په ځينې ولايتونو کې خلکو وسلې را واخیستې هغه هم حکومت پرېنښودل، پخپله حکومت هم څه نه کوي، د سياست له لارې په ډيپلوماتيکو لارو یې هم ددی کار د مخینوي لپاره څه نه دي کړي، څه شی چې کوي هغه صرف یوه ګیله وي.
ولسمشر غني د پاکستان حکومت خپل دوست بولي، د پاکستان د صدراعظم عمران خان د راتګ لپاره ټول کابل رخصتوي، د پاکستان بيرغونه د کابل په سړکونو او کوڅو کې ځوړندوي.
ملت مو نه بېلېږي
دا یو ښکاره حقيقت دی چې دا ډول تار به د ډېورنډ د دواړو غاړو پښتانه بېل نه کړي، تاريخ ګواه دی چې د ظلم او جبر کرښې تل ړنګې شوې دي او څوک يې نه دي بیل کړي، همدا ډېورنډ به هم يوه ورځ پښتون قام ددواړو لورو له منځه وړي او بېرته به یو واحد ملت ورڅخه جوړېږي.
پښتانه به خپل بدل واخلي خو هو د حکومت دا خاینانه کړنې به هم نه هېروي، د پاکستان په دې ظلم لاندې خاموش پاتې کېدل، ددې هرڅه سره سره د پاکستان صدراعظم لپاره کابل رخصت کول به هم پښتون قام هېر نه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.