The news is by your side.

ساينس د‌ غواګانو يو عجيب استعداد کشف کړ

خبريال وېبپاڼه/ د ځينو هېوادونو د خلکو ترمنځ دا خبره ډېره زياته مشهوره ده چې کورني حيوانات د زلزلې په هکله پوهېږي، دوی وايي کورني حيوانات ساعتونه مخکې له زلزلې پوهېږي چې زلزله راروانه ده.

خو په لومړي ځل اوس جرمني ساینس پوهانو داسې څېړنې کړې دي چې د خلکو ترمنځ دا خبرې په علمي ډول تايیدوي، د Konstanz پوهنتون او د Max Planck د حيواناتو د کړنو انسټیټیوټ په ګډه يوه څېړنه ترسره کړه، په دې څېړنه کې دوی په شمالي ايټاليا کې چې د زلزلې له ګڼو څپو سره مخ وي ځینو حيواناتو ته د تعقيب کوچنۍ الې وربسته کړې او ددوی حرکت او کړنې یې وڅارلې، ساينس پوهانو دا الې ۶ غواګانو، ۵ پسونو او دوو سپیو ته وربسته کړې، په میاشتو میاشتو ساينس پوهانو ددې حيواناتو حرکات او کړنې تعقيب کړې، ساینس پوهانو د زلزلو د کېدو مخکې ددې حيواناتو غیرې نورمال حرکات وليدل، په دې موده کې ټولې د ايټاليا په شمال کې ۱۸ زره زلزلې شوې دي، چې ډېری یې بېخي کوچنۍ او ۱۲ یې لويې وې چې د ریختر په کچه ۴ ته رسېدلې، ساينس پوهانو وموندل چې حيواناتو د هرې زلزلې څخه شل ساعته وړاندې ځينې غیرې نورمال حرکات او کړنې کوي، په ځانګړي ډول څومره چې د زلزلې مرکز دوی ته نېږدې وي په هماغه کچه یې د کړنو او حرکاتو عجيب والی نور هم زيات وي.

راز تر اوسه معلوم نه دی
تراوسه ساینس پوهان په دې دقیق نه پوهېږي چې څرنګه حيوانات کولی شي زلزلې مخکې له مخکې حس کړي، خو په دې هکله ځينې تيورۍ او اټکلونه موجود دي چې تراوسه په کامل ډول ثابت شوي نه دي.

په دې هکله د ساينس پوهانو هيلې لوړې دي چې دوی يوه ورځ وکولی شي د حيواناتو په وسيله زلزلې ډېرې دقيقې معلومې کړي او د بشري او مالي زيانونو څخه خلک وژغوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.