The news is by your side.

حکومت په پښتو‌ خلکو په حکومت پسې ډنډه را اخیستې

 خبريال وېبپاڼه/ که تېرو کلونو ته وکتل شي نو پښتو په سيستماتيک ډول د بازار، د زده کړې او د حکومت له ادارو شړل شوې ده، پانګه په هغه سيمو کې کېږی چې پښتانه پکې کم دي، دا ددې سبب کېږي چې د بازار ژبه هم پښتو نه وي، د زده کړې په هکله هم ډېری پانګونه په هغه بنسټونو کېږي چې د پښتنو په سیمو کې موقعیت نلري، پښتانه د سلو ستونزو سره هغه سیمو ته ځي او مجبور دی چې په بله ژبه زده کړه وکړي.

په حقيقت کې ډېر کلونه کېږي چې پښتو د دولت له ادارو شړل شوې ده، زه دلته نېغه ګوته د اوسني حکومت چارواکو ته نه نيسم، ځکه دوی ددې پيل نه دی کړی، څو ددوی څخه مې د یوه افغان په حيث ګيله داده چې دوی باید دا لړۍ درولې وی، ځکه ددوی سره کافي فرصت او امکانات شتون لري.

ملي دنډه نه، ملي دنده
د پوهنې د وزرات په يوه لويه لوحه کې ليکل شوي دي چې« ليک لوست ټولنيز پراختيا، سولې او پيوستون اساسي بنسټ دی، راځئ چې ټول په دې ملي او اسلامي دنډه کې د يو بل همکار شو!»

په پورته متن یوه بسيطه خطا او بل د فاجعې وړ خطا شتون لري،« ليک لوست د ټولنيز پراختيا» نه بلکې د ټولنیزې پراختیا» په ډول سمه ده.

دوهمه خطا بيا د فاجعې وړ ده، اسلامي ډنډه به دوی څه ته وايي خو زموږ په پښتو کې دا ډنډه ډنډه چندان ښه مانا نلري، د حکومت د مقاماتو له لوري دا ډول کړنې هومره زياتې دي چې ددوی په بې پروايي او پښتو په نه درناوي کې نور د شک ځای نه پرېږدي، خلکو هسې هم په دوی پسې اوس ډنډه را اخيستې ده خو ښه به وی چارواکي نور دې ټکي ته متوجه شي، ځکه پدې کار پښتانه ازرده‌ کېږي.

بايد وړ کسان وګمارل شي
په ښار کې چې هر لوري ته ګورو چېرته چې ددولتي کوم خبر، غوندې او نورو لوحه ليدل کېږي نو هلته د پښتو متن ګڼې غلطۍ لري، ډېر وخت دا غلطۍ دومره سپکې وي چې سړی فکر وکړي دا کار شعوري شوی دی.

د بلې په پرلپسې ددې کار دوام دې ژبې ته د سپکاوي په مانا دی، که يوه ورځ وي نو پروا نلري د انسان څخه غلطي کېږي خو که یو کار هره ورځ دوام کوي، نن يو شرم سبا بل شرم جوړ وي نو دا ددې ايجاب کوي چې په ادارو کې بنسټیز بدلون راشي.

هغه کسان چې يا وړتیا نلري چې سمه پښتو یې نه وي ده، یا هم د پښتو په هکله بې پروا وي بايد له دندې لرې شي او په ځای یې داسې کسان وګومارل شي چې پښتو او هېواد ته ژمن شخص وي دې ډول حساسيتونو ته متوجه وي او څه چې اړين دي ترسره یې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.