The news is by your side.

ترکیې کابل کې خپل دویم ابتداییه ښوونځی پرانیست

خبریال وېب پاڼه/ د ترکیې هېواد د ښوونې او روزنې بنسټ نن جمعه په پلازمېنه کابل کې خپل دویم ابتداییه یا لومړنی ښوونځی پرانیست.

دا ښوونځی د کابل په نوي ښار یا شهر نو سیمه کې کابل کې د ترکیې د سفیر او یو شمېر افغان چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

اففانستان کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ مسؤولین وایي، په دې ښوونځي کې به ٢٥٠ ماشومان زده له لومړي تر شپږم ټولګي وکړې واخلي.

اوس مهال افغانستان کې شل ښوونځي د ترکیې هېواد د ښوونې او روزنې بنسټ په چوکاټ کې فعالیتونه کوي او له شپږ زرو ډېر زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي او دا راز څلور ابتداییه ښوونځي هم په افغانستان کې لري چې دوه یې په پلازمېنه کابل کې دي.

دوه ورځې وړاندې هم کابل کې له افغان ترک لېسې لسګونه جونې له دولسم ټولګیو فارغې شوې.

د دغو فارغو شویو زده کوونکو له ډلې زینت شال وایي، دوی په ښه او معیاري توګه د ښوونځي درسونه پای ته ورسول او اوس کولی شي چې په هېواد دننه یا بهر پوهنتونونو کې په لوړو نمرو زده کړې وکړي.

دا راز ننګرهار ولایت کې هم د افغان ترک لېسه کې لسګونه زده کوونکي زده کړې کوي او له خپلو درسونو او سېسټم راضي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.