The news is by your side.

کرونا پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ١٠ ډاکټران وژلي

خبریال وېب پاڼه/ پي اېم اې یا د پاکستان د روغتیا پالانو ټولنې خبر ورکړی چې د شاوخوا ٥ ورځو په ترڅ کې د یاد هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې ١٠ ډاکټران د کرونا وبا له کبله مړه شوي.

یاده ټولنه وایي دا شمېر د نومبر له ٢٧مې د دېسمبر تر دویمې نېټې ثبت شوې، چې له مخې یې د لس ډاکټرانو د مړه کېدو خبر تایید شوی.

تېره نومبر میاشت د پاکستاني ډاکټرانو لپاره بده ځکه وه چې د دې میاشتې په ترڅ کې ١٨ ډاکټرانو د کرونا وبا له امله ژوند بایللی.

پاکستان د کووېډ١٩ ناروغۍ نه سلګونه ډاکټران مړه شوي چې د ټولو مړو شویو ډاکټرانو شمېر یې ٣٠٨ ښودل شوی.

پاکستان کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سم د دې ناروغۍ مثبتې او د مړینې پېښې په ډېرې چټکۍ پوره ولاړې.

په یاد هېواد کې یوازې د کمې مودې لپاره ښوونیزې او تحصیلي ادارې پرانیستل شوې وې، خو یو ځل بیا د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ په زیاتېدو سره بېرته وتړل شوې.

د پاکستان ډاکټرانو اکټوبر میاشت کې د کرونا د دویمې څپې له راتګ خبر ورکړی وو او دې برخه کې یې له حکومت د همکارۍ او چمتووالي هیله کړې وه، او اندېښنه یې ښودلې وه که حکوم د دویمې څپې پر وړاندې له وخت مخکې مبارزې ته چمتو نه شي دا به له لومړۍ هغې خطرناکه وي.

پاکستان کې دا مهال ټول ٤ سوه ١٠ زره کسان په کووېډ ١٩ ناروغۍ اخته دي او ٨ زره ٢٠٠ تنه بیا د کووېډ١٩ ناروغۍ مړه کړي دي.

پاکستان کې هره ورځ د کووېډ١٩ په زرګونه مثبتې پېښې ثبتیږي.

د افغانستان په ګاونډ کې ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د کووېډ ١٩ ناروغۍ خپراوي په کې زور اخیستی.

د کووېډ١٩ ناروغۍ پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو مبارزه لا هم ننګوونکي ده او تر دې دمه لویو او زبر ځواکو هېوادونو هم یاده ناروغي په بشپړه توګه نه ده کنټرول کړې.

امریکا د یادې ناروغۍ لپاره بریالي واکسین هم جوړ کړي چې نږدې وخت کې به یې ترې یو شمېر هېوادونه وپلوري او پر خلکو به یې وویشي.

په ورته مهال روسیه غواړي دا اوونۍ په خپل هېواد کې د کووېډ١٩ کووېډ١٩ناروغۍ ضد واکسین وویشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.