خبریال وېبپاڼه/ د عامې روغتیا وزارت وايي، کرونا ویروس له تېرې ورځې راهیسې د شپږو کسانو ژوند اخیستی، چې په دې سره په ټول هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸۴۷ کسانو ته ورسېد.
یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۳۲ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ٤٧۳۸۸ ته ورسېد.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا وبا ۱۴۲۹ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۱۳۲ يې مثبتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
کرونا سره سمه مبارزه ونه شوه
سره له دې چې په میلیونونه افغانۍ په هېواد کې کرونا ویروس سره د مبارزې په لار کې مصرف شوې، خو دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې هیڅ داسې اقدام نه دی شوی چې د دې وژونکي ویروس خطرات کم کړي، نه په دا څو میاشتو کې شفاخانې مجهزې شوې او نه هم د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوه.
له یوې خوا د چارواکو فساد او میلیوني غلاوو او له بلې خوا د خلکو د پوهاوي کچې ټیټوالي په افغانستان کې د کرونا وبا له امله د مالي او ځاني زیان کچه لوړه کړه.
تازه د اسیا پراختیايي بانک کرونا سره د مبارزې لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، خو دا چې دغه پیسې به بیا د مفسدو چارواکو جیبونو ته لاړې شي او که کرونا سره د مبارزې په برخه کې، لا معلومه نه ده، خو تېر ځل په داسې حال کې چې میلیونونه افغانۍ مصرف شوې کرونا سره سمه مبارزه ونه شوه.