The news is by your side.

د غني حکومت په پښتو ملنډې وهي

خبريال وېبپاڼه/ که څه هم په ليکنو کې غلطي يوه عامه خبره ده خو په مهمو تشريفاتي چارو کې په پرلپسې ډول غلطۍ بيا يا د زيات جهالت نښه ده او يا هم پلان شوی کار او يوې ژبې ته سپکاوی دی‌.

په افغانستان کې وروسته له دې چې د طالبانو حکومت نسکور شو نو په پلازمينه کابل د ټلوالې واکمني شوه، هغه وخت کې ان په پښتو خبرې کول هم کافي و چې يو سړی طالب او تروريست ونومول شي او همداسې رويه ورسره وشي.

خو له هغه وروسته بيا ترننه پورې پښتو حکومتي سيمې ته په نسبي ډول لږ لاره پيدا کړه، خو دا هم تر ډېره تشريفاتي وه، په مراسمو او غونډو کې د پښتو شتون ترسترګو شو خو ډېر کله به دا شتون ددې سبب شو چې ګډون کوونکي په پښتو یوه خندا هم وکړي.

ځکه ډېری لوحې او دې ته ورته شيان به په داسې پښتو ليکل شوي و چې هغه به د رشخندۍ و، زه بيا هم وايم چې که دا غلطي يوه ورځ وي دوې ورځې وي د صبر وړ ده، خو پر پرلپسې ډول یې تکرار کول سری فکر ته مجبور کوي.

لومړی دا په دې مانا ده چې د پښتو ژبه اهميت نلري، که سم وي څه که ناسم، يانې ولسمشر غني او د هغه د ادارې چارواکو د پښتو شتون نشتون، کوږ شتون او سم شتون کومه مانا نلري.

بې له هغې هم ډېری حکومتي چارواکي چې کله دا ډول غلطۍ وويني نو په فېسبوک کې یې بيا يو انځور هم شېر کړي او خپله هم ورباندې وخاندي، پښتو د اوسنیو چارواکو د خندا او ټوکو يو شی جوړ شوي دي.

دا د نهايي بې پروایی علامه ده چې په پرلپسې ډول د لويو محفلونو لوحې دې صرف د پښتو غلطۍ ولري، ددې بې پروايی بنسټ بيا بې ارزښته ده، چاته مې یو شی ارزښت لري د هغه په وړاندې بيا مسوولانه چلند کوي بی پروايي نه کوي، نو ښکاري داسې چې د ولسمشر غني ادارې ته پښتو چندان ارزښت نلري، دا د هغه له خبرو هم ښکاري چې پخپله هره وينا کې ۲ دقيقې پښتو خبرې کوي او يو ساعت په نورو ژبو.

داسې چارواکي ټاکل چې د يوې لوحې املايي غلطي نشي نيولی سم کار نه دی، ولې داسې يو کس ته دا ډول مسؤلیت او کار وروسپارل شي چې کولی یې نشي.

بیا یې يا هم بايد يادونه وکړم چې دا ډول سهوې کېږي، دا انساني حالت دی خو هو دلته خبره توپير لري، يو دا چې په ټوله کې په افغانستان کې لوحې په دوه ژبو پښتو او دري لیکل کېږي، نو دا ډول غلطۍ ولې په دري ژبه کې نه تر سترګو کېږي، ولې ډېری دا ډول سهوې د پښتو ژبې د ليکلو په متن کې وي، دا استدلال موژ ته دا را په ګوته کوي چې دا کار به يا شعوري کېږي او چارواکي به پښتو همداسې پښتو د خندا ژبه جوړول غواړي او يا سړی دې پايلې ته رسېدلی شي چې چارواکو ته پښتو هیڅ ارزښت نلري او همدا چې نيمه نيمچه يې ليکئ هم ورته لويه خبره ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.