The news is by your side.

عرب شېخان پاکستان کې د نایابه مرغانو ښکار پیلوي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان حکومت د سعودي او قطر اتلسو شېخانو ته اجازه ورکړې چې د پاکستان په پنجاب، سیند او بلوچستان ایالتونو کې د نایابه مرغانو ښکار پیل کړي.

د مالوماتو له مخې، له قطري شېخ محمد بن خليفه التاني ته د بلوچستان په لورالايي، شېخ جاسم بن حماد التاني ته د بلوچستان موساخېل او درګ، شېخ محمد بن علي التاني ته بارکهان اؤ شېخ خالد بن خليفه ته به په جېکب اباد سيمه سیمو کې دښکار کولو اجازه وي.

همدا راز شېخ تاني بن عبدالعزيز به د قلات سوراب، شېخ علي بن عبدالله التاني به تربت، شېخ فلاح بن الجاسم به جهل مګسي، شېخ فهد بن عبدالرحمان به نصيراباد اؤ فيصل بن قاسم به ډېره بګټي سیمو کې ښکار کولی شي.

ددې ترڅنګ شېخ تميم بن حماد التاني ته د پنجاب ايالت د بهکر او جهنګ او په سند ايالت کښې د کشمور په سيمه کښې،د ښکار کولو اجازه ورکړل شوې ده.

دغه راز د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ته د پنجاب ايالت په ليه او بهکر سيمو کې، د تبوک ګورنر شهزاده فهد بن سلطان ته د بلوچستان په اواران او چا غي، د البتين ګورنر شهزاده منصور بن محمد ته د پنجاب په ډيره غازي خان سيمو کې د ښکار اجازت ورکړل شوی دی.

عرب شېخان د دې کار لپاره له سعودي عربستان څخه دوه شپېته قيمتي بازونه پاکستان ته د ښکار لپاره راوړي.

دغه ده شپېته بازان د تبوک د ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزيز السعود دي، چې د کراچۍ، دالبندين بلوچستان او کوټې هوايي ډګرونو ته راوړل کېږي او د ښکار له موسم وروسته بېرته سعودي عربستان ته وړل کېږي۔

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو ايالتونو کښې اړونده ادارو ته په یوه لیک کې ليکلي چې د قطر او سعودي و ښکاريانو ته د ښکارځايونو په ورکولو کښې مرسته وکړي.

ویل کېږي، چې هر يو ښکاري د يو باز راوړلو په بدل کې به زر امريکايي ډالره او په هره سيمه کښې د ښکار کولو په بدل کې به سل زره امريکايي ډالره ايالتي حکومتونو ته د فيس په توګه ورکوي.

د معلوماتو له مخې، د سعودي او قطر شېخان به لومړي سر کې د “څاړي” په نوم د نایابه قیمتی مرغه ښکار پیل کړي او وروسته به دا لړۍ پسې وغځوي.

څاړی مرغه چې په انګرېزي ژبه کې ورته هوباره بسټرډ ويل کيږي، عرب شېخان یې د جسني ځواک د پیاوړتیا په موخه خوري، دغه مرغه په يخ موسم کې له منځنۍ اسيا څخه د افغانستان او پاکستان لوري ته راځي او د مارچ په مياشت کې بيرته ځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.