The news is by your side.

عبدالله وايي، د طالب بندیانو خوشي کول نېک اقدام و

خبریال وېبپاڼه/ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کول نېک اقدام و، ځکه په خبره یې، د افغان حکومت موخه د سولې لپاره د خنډونو لرې کول و.

نوموړي د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په پرانیستې او لومړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغان سولې لپاره په کور د نننه ملي یووالی او په سیمه کې سیمه ییزه اجماع مهمه ده.

هغه ټینګار کړی چې د سولې لپاره به راغلی فرصت ضایع نه کړي او په هر اړخیزه توګه به هڅه کوي چې افغانان د خبرو له لارې په خپلو کې روانې دښمنۍ ختمې کړي.

د عبدالله په وینا، د سولې لپاره به ټولې هڅې کوي او ددې تمه لري چې وکړای شي په افغانستان کې د جګړې په ختمولو کې دده هڅې پایله ولري.

 نوموړي همدا راز ویلي، چې د سولې عالي شورا له رهبرۍ او نورو اړوندو چارو د شخصي ګټې هېڅ راز موخه نه لري، بلکې په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دی.

د ملي مصالحې عالي شورا په داسې حال کې د پنځه زره طالب بندیانو په خوشي کول نېک اقدام بولي، چې د همدې طالبانو ډېره برخه بېرته د جګړې ډګر ته ستاینه شوي او بېرته وژل شوي او یا نیول شوي دي.

همدارنګه طالبانو د خپلو بندیانو د خوشي کولو سربېره جګړې ته په شدت دوام ورکړ او نه په هیڅ صورت یې د تاوتریخوالي کمښت ته غاړه کېښنوده.

د دې هر څه باوجود اوس هم طالبانو اوربند ته علاقه نه ښيي او ټینګار کوي، چې د دوی پاتې طالب بندیان دې له بنده خوشي او د دوی مشران دې له تور لېسته وایستل شي، بیا به د اوربند په اړه پرېکړه کوي.

د سولې خبرو سره هم‌مهاله روان وضعیت عام افغانان اندېښمن کړي او له ښکېلو اړخونو د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.