The news is by your side.

ولې غني نبيل د پخلاينې د شورا له غونډې منعه کړ؟

 خبريال وېبپاڼه/ وروسته له دې چې د ګڼو فشارونو په پايله کې د مصالحې عالي شورا د خپلې لومړۍ غوندې تابيا ونيوه ولسمشر غني پکې د خپلې مداخلې ښکر دننه کړل او له دې شورا یې د پاکستان مخالف شخصیت رحمت الله نبیل لرې کړ.

رحمت الله نبیل چې د پاکستان او طالبانو پټ او په ښکاره دښمن دی د ولسمشر غني لخوا هم اوس دښمن اعلان شوی دی، په داسې حال کې تازه ولسمشر د مصالحې د عالي شورا په غونډه کې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود منلی دی خو رحمت الله نبیل يې بيا نه دی زغملي او په دې غونډه او جوړښت کې یې د هغه مخالفت کړی دی.

د ولسمشر غني لخوا په دې وروستيو کې د هغه کسانو سره مخالفت او دښمني زياته شوې ده چې د پاکستان نه دي خوښ، رحمت الله نبیل چې د پاکستان يو سرسخت دښمن دی او د پاکستان زيات بریدونه یې افشا کړي دي د غني لخوا ورسره داسې سخته دښمني بدون له دې چې د پاکستان امر وي بل تفسیر نلري.

له نبيل سره د غني ددښمنۍ تاريخ
د ملي امنيت د پخواني ريس سره د ولسمشر غني دښمني هغه وخت پيل شوه کله چې نبيل د ولسمشر غني هغه معامله رسوا کړه چې په پټه یې د ای اېس ای سره کړې وه، په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر غني د پاکستان سره داسې يو تړون ومانه چې د پاکستان سره د امنیتي همکاریو او افغانستان له زندانو څخه د پاکستاني استخباراتو ديدن او تحقيقات شوني کوي.

په دې وخت کې(۲۰۱۴م) د ملي امنیت پخواني ريس رحمت اللّٰه نبيل ددې تړون د لاسليک کولو څخه انکار وکړ او دا یې د افغانستان سره يوه تاریخي جفا او خيانت وباله، وروسته نبيل د ملي امنیت چوکۍ هم له لاسه ورکړه او ددې کار قرباني شو.

د پاکستان سره دا تړون بيا وروسته د ولسمشر غني په امر حنيف اتمر لاسليک کړ، دا په افغانستان کې لومړی ځل و چې د ولسمشر غني په امر د افغانستان په زندانونو کې پاکستاني پوځيانو د زندانيانو څخه تحقیقات پيل کړل، دې خيانت ډېر وخت دوام پیدا نکړ د ملي اشخاصو او پخپله د نبيل په واسطه ددې تړون عملي کېدل ناکام شول.

له همغه وخته ده چې ولسمشر غني نور رحمت الله نبیل د سترګو غورځولی او په ممکنه هره لاره یې يو خنډ راپورته کړی وي.

خوښ يم چې د غني او پاکستان نه خوښېږم
وروسته له دې چې ولسمشر غني نن د مصالحې په عالي شورا کې د رحمت الله نبيل شتون رد کو نو د ګنو هېودوالو ترڅنګ پخپله نبيل هم دې پرېکړې ته غبرګون وښود او ویې ویل چې خوښ دی چې د غني، پاکستان او طالبانو دی نه دی خوښ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.