The news is by your side.

  پرون راهیسې په کندهار کې ۹۰ طالبان وژل شوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۱۰۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ډنډ، پنجوايي او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۹۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور مرګوني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې عرادې، موټرسایلکونه، ۲۹ کړۍ ماینونه، دوې پایې مخابرې او اووه بابه پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

د چارواکو په خبره، دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ تر تصفیې وروسته د (بابا صاحب) ګډو نظامي عملیاتو د دوهم پړاو یوه برخه وه، چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پیل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په دوحه کې د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د سولې مذاکراتو پر کړنلارې د هوکړې سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي

نړۍوالو پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې سمدستي دې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره سم اوربند وکړي، خو طالبان بیا وايي، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه د جګړې پر کمښت یا پای کوم اغېز نه لري، بلکې هر کله چې دواړه لوري په دې برخه کې هوکړې ته ورسیږي، جګړه به پای ته رسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.