The news is by your side.

طالبان دې د افغان حکومت په پلاوي کې خوښه نا خوښه نه لټوي

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت له طالبانو غواړي، چې بهانې دې نه لټوي او ژر تر ژره دې خپل مذاکراتي پلاوی وټاکي او اعلان دې یې کړي.

په سټراتیژ یکو چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار وحید عمر نن(یکشنبه وري ١٠مه) د یو خبري کنفرانس له لارې، د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی ټول ګډونه وبللو.

ښاغلي عمر وویل، یاد پلاوی له ډېرو سلا مشورو او غور وروسته ټاکل شوی، د نوموړي په وینا د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی مذاکراتي پلاوی مؤثر او د افغانستان د خلکو او ټولو اقشارو په استازیتوب دی.

وحید عمر زیاته کړه، افغان حکومت طالبانو سره د سولې لپاره ور مخکې شوی او اوس دې طالبان هم را مخکې شي، بهانې دې نه لټوي او ژر تر ژره دې د افغان پلاوي سره د سولې د خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو له لوري د افغان حکومت ټاکل شوی مذاکراتي پلاوی په دې بهانه رد شو، چې ګواکې ټول ګډونه او دوی ته د منلو نه دی او ویلي یې دي، چې دوی به له دې پلاوي سره د سولې خبرې ونه کړي.

بل لور بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ د سټراتیژیکو چارو سلاکار وحید عمر په خبري کنفرانس کې ویلي، چې د طالبانو له لوري هر ډول پلاوي سره د خبرو لپاره چمتو دي، د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې خبرې نه کوي، نو طالبان دې هم د افغان حکومت په ټول ګډونه مذاکراتي پلاوي کې خوښه نا خوښه نه لټوي.

په ورته مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له چټکې خپرېدنې سره ملګرو ملتونو له ټولو خواوو غوښتي چې اوربند اعلان کړي.

دا راز افغان ولسمشر هم پر طالبانو غږ کړی چې د کرونا ویروس له امله دې هم اوربند اعلان کړي او که چېرې د کرونا ویروس له امله ستره فاجعه رامنځته شوه، نو پړه به یې د طالبانو او د طالب پلوه ملاتړو هېوادونو پر غاړه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.