The news is by your side.

مشهورو هندي څېرو له کورونا ځپلو سره مرسته وکړه

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې کورونا ویروس له چین هخوا ټوله نړۍ کې خپور شو، هند یې پر وړاندې ځانګړي تدابیر ونیول.

د سارک هېوادونو غړی هندوستان چې په نړیواله کچه د دویم لوی جمیعت یا نفوس لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي، له کورونا سره په مبارزه کې یې د ډېرو نورو هېوادونو په پرتله کوټلي او پر وخت قدمونه اوچت کړل.

تېره اونۍ د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي په ټول هند کې پر تګ راتګ او بهرنیو ملکونو ته په تللو او دغه راز هند ته په ورتګ بندیز ولګاوه څو په وینا یې وکولی شي د کورونا پر وړاندې مبارزه کې بریالي شي. دغه لوی توکمی هېواد چې سلګونه مذهبي ادیان په کې دېره دي، له تېرې کابو یوې اونۍ را هیسې خپل ګرځبندیز مراعات کړی او هغه کسان چې له کورونو څخه را وځي، د پولیسو له توند غبرګون سره مخ کېږي.

خو په دغه هېواد کې د ملت پالنې دریځ دومره قوي دی چې تر دې مهاله لسګونه فلمي ستورو، د کرېکټ لوبغاړو، تاجرانو او د هېواد مطرح څېرو له بېوزلو کورنیو سره په لکونو، ملیونونو او کروړونو مرسته کړې ده.

د دغه هېواد د Axis Bank مشر د سل کروړه، د ویډانتا ګروپ مشر هم د سل کروړه، د ریلینس مشر او همداراز د ماهندار ګروپ په هند کې د ګڼو روغتونونو، ماسکونو، درمل او ګڼو نورو آسانتیاوو لپاره خپل ولس او دولت ته د مرستې ټټر وهلی دی.

په ورته وخت کې د کرېکټ نړۍ د خپل وخت شاهینشاه سچین ټنډولکر له بېوزلو سره د ۵۰ لکه هندۍ کلدارې مرسته کړې ده. نوموړي ویلي دا چې ولس ته په کورونو کې د تم کېدو ۲۱ ورځنی ګرځبندیز اعلان شوی دی، نوموړی له خپل لوري ۵۰ لکه افغانۍ ولس ته اهدا کوي.

د فلمي نړۍ له ګڼو نورو ستورو سربېره اکشی کومار او پراباس له هندي ولس سره په لویه پیمانه مرسته اعلان کړې ده. اکشی کمار د ۲۵ کروړه هندۍ کلدارو مرسته اعلان کړې ده چې صدراعظم مودي ته به یې له ولس سره د مرستې په پار ورکوي. تر څنګ یې د سولي هند د فلمي نړۍ وتلي ستوري پرباس هم ۳ کروړه پیسې خپل دولت ته ورکړې تر څو د کورونا پر وړاندې مبارزه کې د خپل بېوزله ولس لاسنیوی پرې وکړي.

د عاظم پرېم جي په نوم یو بل تاجر د خپلې کمپنۍ ۳۴ سلنه مرسته اعلان کړه چې کابو ۵۲ زره کروړه کېږي. په هند کې د بشردوستۍ او ملت سالارۍ انګېزه په له نورې نړۍ سره په کم سارې توګه لوړه ده او هر پانګوال هڅه کوي په سختو حالاتو کې د خپل ولس او دولت تر څنګ ودرېږي.

اېم اېس ډوني چې د هندۍ کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی ؤ، ده هم له خپل دولت سره د یو لک هندۍ کلدارو مرسته کړې ده خو د خپلو مینوالو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. د نوموړي پانګه تر ۸۰۰ کروړه هندۍ کلدارو اوړي نو ځکه یې مینوال ګیله من دي چې ولې یې یوازې یو لک مرسته وکړه. د هند یوه بل تکړه لوبغاړي سورېش رینا هم له خپلو هېوادوالو سره ۵۲ لکه هندۍ کلدارې مرسته اعلان کړې ده.

په هند کې د دریو اونیو لپاره په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی او تر دې مهاله ډېری پانګوالو له بېوزلو سره مرسته کړې ده. فلمي او د سپورټ برخې وتلي ستوري هره ورځ د لنډو وېډیویي پیغامونه له لارې په خپل ولس باندې غږ کوي چې په کورونو کې تم شئ او له خپلې روغتیا سربېره د نورو ژوند هم وژغورئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.