The news is by your side.

طالبان: زموږ د مشرانو نومونه دي له تور لیست څخه و ایستل سي

خبریال ویبپاڼه/ د طالبانو قطر دفتر ویلي چې امریکا دي د دوی زندانیان خوشي او نومونه دي له تور لیست څخه وباسي دا څرګندونې د بین لافغاني خبرو په درشل کې کیږي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي چې ویلي د قطر دفتر مرستیال ملا برادر او مشر مولوی عبدالحکیم له زلمي خلیلزاد سره کتلي او پر مهمو مسایلو يې ورسره بحث کړی.

مالومات ښيي چې طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوی پاتي زندانیان دي خوشي او له تور لیست څخه دي د طالب مشرانو نومونه لیري سي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې افغان دولت د طالبانو پنځه زره زندانیان خوشي کړل چې له هغه وروسته د بین لافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره سوه خو تراوسه پوري لاهم د جګړې کمولو برخه کې کوم اقدام نه دی سوی.

د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره د یوشمېر پرمختګونو خبره کیږي خو تراوسه يې لاهم د اجنډا لپاره اړین اقدامات نه دي سوي

د طالبانو د دې غوښتنې په هکله امریکا تراوسه کومه نظریه نه ده ورکړې خو داسې ګمان کیږي ترڅو چې د جګړې ختمولو او بندولو لپاره اقدام نه وی سوی ښايي امریکا د طالبانو یادې غوښتنې ونه مني تیره ورځ هم امریکا ویلي وو، چې له تاوتریخوالي سره یوځای خبرې بې معنی دي.

خو وسلوال طالبان لاهم پر جګړه کولو ټینګار کوي او د دې جګړې د ختم لپاره يې کوم اقدام نه دی ترسره کړی

وسلوال طالبان په داسې حال کې د خپلو نورو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې دا ډله لاهم بریدونو او جګړو ته دوام ورکوي چې د عامو افغانانو هیلې یې د سولې لپاره پیکه کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance