The news is by your side.

روان کال د پنبې حاصلات ۷۳ زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلي

خبریال وېبپاڼه/ د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د پنبې حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

د یاد وزات ویاند اکبر رستمي ویلي، تېر کال په افغانستان کې د پنبې د تولید کچه ۵۷زره او ۴۵۰ ټنه وه، خو په روان کال کې ۷۳زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلې ده.

 د کرهڼې وزارت د معلوماتو پر اساس، د بلخ ولایت د ۳۵زره او ۱۰۰ ټنه پنبې د حاصلاتو په درلودلو سره د پنبې د تولیدوونکو ولایتونو په منځ کې لومړی ځای خپل کړی دی، هلمند د ۱۵زره او ۹۱۰ ټنه پنبې په تولید سره دویم او کندز د اوه زره او ۴۰۰ ټنه تولید سره درېیم ځای لري.

 همدا راز په بلخ ولایت کې په ۱۹زره او ۵۰۰ هکټاره، هلمند کې په ۱۵زره او ۹۱۰ هکټاره او په کندز کې په درې زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکو کې پنبې کرل شوي دي او همدارنګه ننګرهار د درې زره او ۴۰ هکټاره کروندو او څلور زره او ۸۰۳ ټنه تولید سره څلورم او د بغلان ولایت د پنبې د یو زر او ۶۵۰ هکټاره کروندو څخه د درې زره او ۳۰۰ ټنو په تولید سره پنځم ځای لري.

د کرهڼې او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې پر وخت ورښتونه او مناسبې هوا ترڅنګ، د کرنې وزارت تخنیکي او ترویجي مرستې او سلا مشورې د پنبې د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه ښيي.

د کرهڼې وزارت زیاتوي، چې په روان کال کې د هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې يې د پنبې کروندو ته سلګونه نندارتونونه جوړ کړي.

دوی زیاتوي، چې یاد نندارتونونه د پنبې محصول د ودې، د کرکېلي د نویو لارو چارو د دودولو او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.