The news is by your side.

ناکامه امنیتي طرحه؛ کابل ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی

خبریال وېبپاڼه/ نامالومو وسله والو نن سهار په کابل ښار کې د پامیر په نوم یو څارنوال په شهادت رسولی دی.

پېښه د پنځمې حوزې اړوند په عربانو سیمه کې رامنځته شوې ده.

کورنیو چارو وزارت پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د پامیر په نوم څارنوال دندي ته روان و، چې د نامالومو وسله والو لخوا په شهادت ورسېد.

یاد وزارت وايي، چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي، خو تر اوسه يې څوک په دې تړاو نه دي نیولي.

ویل کېږي چې د پامیر په نوم یاد څارنوال د پولیسو له اکاډیمۍ د لېسانس په کچه فارغ شوی او دې وروستیو کې یې ځان څارنوالۍ ته تبدیل کړی و.

ناکامه امنیتي طرحه

حکومت د روان کال په سرطان میاشت کې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي په نوم د کابل ښار د امنیت د ټینګښت طرحه اعلان کړه.

د دې طرحې اساسي موخه د جنايي جرمونو او ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډې همکارۍ فضا رامنځته کول وو.

د یادې طرحې د چارو له پیل وروسته د ولسمشر غني لخوا د کابل ښار د عامه نظم او امن د تامین مسوولیت لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپال شو.

که څه هم ښاغلي صالح ویلي چې د امنیتي تړون طرحې د تطبیق په مرسته په کابل کې د جرمونو او ترهګریزو بریدونو کچه راټیټه شوې، خو خلک د دولتي ځواکونو پر ناغېړۍ او د دغه پروګرام پر ناکامۍ سخته نیوکه کوي.

 کابل مېشتي د کابل امنیتي طرحه ناکامه ګڼي او امنیتي بنسټونه د خلکو د ځان د امنیت په ټینګښت کې په بې پروایۍ تورن وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.