The news is by your side.

پکتیکا کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

خبریال وېبپاڼه/ د پکتیکا په ارګون ولسوالي کې د زرابي په نوم د نجونو یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه، چې لسګونه زده کوونکي کې به پکې زده کړې کوي.

د پکتیکا مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي د یاد ښوونځي د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، چې د ښوونځي دا ودانۍ د عملیاتي واحد ملي ادارې لخوا په یو کال کې جوړه شوې ده، چې ۲۰،۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

هغه زیاته کړې، چې د دې تعمیر په جوړېدو به شاوخوا ۴۰۰ شاګردانو ته د تعلیم ښه چاپېریال برابر شي.

کټوازي د پوهنې سکټور پر پیاوړتیا ټینګار کړ او زیاته کړې یې ده، چې لا هم په دې ولایت کې په یاده برخه کې زیات کار ته جدي اړتیا ده.

نوموړي له خلکو وغوښتي چې د زامنو سربېره پر خپلو لوڼو هم زده کړې وکړي او په وینا یې، د معارف پیاوړتیا د ولایتي ادارې کاري لومړیتوب دی او په دې برخه کې به موثر ګامونه اوچتوي.

د یاد ښوونځي یوې ښوونکې انارګلې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي لپاره هغوی ته د مناسب چاپېریال پر برابرولو ټینګار کوي او وايي که د ښوونځیو د لرېوالي او ودانیو ستونزه حل شي، ډېرې نجونې به ښوونځیو ته ولاړې شي.

نوموړې د دې ودانۍ پر جوړېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د ودانۍ نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و.

پکتیکا کې لا هم له نیمایي زیات ښوونځی ودانۍ نه لري او تر نیمايي زیاتې نجونې یې له زده کړو محرومې دي.

که څه هم ولسمشر غني پکتیکا ته د خپل وروستي سفر پر مهال د دې ولایت اوسېدونکو سره په کتنه کې د پوهني، امنیت، روغتیايي خدماتو او یو شمېر نورو برخو د پیاوړتیا او پراختیا ژمنه کړې وه، خو لا هم د دې ولایت اوسېدونکي په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره ټکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.