The news is by your side.

څوک د افغان سولې مخالف دي؟

خبریال ویب پاڼه: څوک د افغان سولې مخالف دي نن سبا یو شمیر کړیو په لوی لاس داسې ناوړه تبلغاتو ته مخه کړي چې کولای شي د سولې شته فرصت له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. دغه مخالیفین یا دې امکان ولري چې په اګاهانه ډول د نورو دستور لاندې دا کار کوي یا دې امکان ولري د خپلو شخصي عقدو له مخې بغیر له محاسبې دا کار کوي چې په دواړه حالتونو کې داسې تبلیغات د افغان سولې پروسه د خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي.
کله چې د افغان وطن د چارو مشر بې له شرط او قید د سولې خبرو میز ته رامخکې کیږي. د مخالیفنیو په زرګونه بندیان خوشي کوي. کور دننه د سولې سستې چارې ګړندی کوي ، د سولې په نوم وزارت او مسالحې عالي شورا رامنځته کوي. کور دننه د سولې په تړاو پراخه نظر اخیستلو لپاره د سولې په نوم مشورتي لویه جرګه راغواړي په کومه جرګه کې چې د وطن له هر ګوټ څخه د هر قشر استازي ګډون کوي او بیا دې یوې باعزته او تل پاتې سولې په هکله دې وطن دا جامع قشر د یوه فوق العاده میکانیزم په ترڅ کې پر یو واحد نظر (باعزته سوله) سره سلاه کیږي. د حزب اسلامي سره د کلونو راهیسې ځنډيدلي خبرې بیرته په تحرک راولي، او دې پراخو هڅو په ترڅ کې حزب اسلامي غړي د سولې د لارې افغانستان ته راولي. طالبانو سره هم درې ورځينۍ اوربند کوي. او ورپسې د نورو اوربندونو وړاندیزونه هم اول کوي. نو داسې یو حالت کې دا ډېر له انصاف او حقیقته لرې بولم چې داسې یو مشر ته د سولې مخالف مشر نوم ورکړل شي.
د افغان سولې پروسه هغومره ساده او اسانه نده لکه څنګه یې چې فکر کيږي. دغه لویه جګړه یوازې د افغان دولت او طالب وسلوالو تر منځ نده. دغه جګړه کې د سیمې او نړۍ په کچه ډير ښکاره او پټ لاسونه ښکیل دي. دا ښکاره او پټ لاسونه هر یو د خپلو لاسپوڅو دلارې په افغانستان کې خپلو اهدافو رسیدلو ته هڅې کوي. اوس نو دا دې افغانستان او امریکا حکومتونو مسؤولیت جوړیږي چې د ټولو اړخونو سره په معقولانا او مسؤولانا ډول داسې چلند وکړي چې نه سیخ سیځلی او نه کباب، کومه چې نه ساده ده ، نه اسانه ده ، خو ناممکنه نده. اما زمانګیره ده. نو پدې اساس لازمه یې بولم چې ولسمشر څخه باید ملاتړ وشي. او وخت ورکړل شي تر څو د یوې باعزته سولې پروسه په مسؤولانه ډول د بریا تر حده ورسوي. که داسې مو ونکړل نو دا بیا د امکان څخه لرې نده چې د نویمې لسیزې په شان دې یوې بلې غمیزې شاهد واوسو.

ډاکتر هېواد همت

عکس له ارشیف څخه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.