The news is by your side.

د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي جوماتونو ته لېږدول کېږي

خبریال وېبپاڼه/ پوهنې وزارت وایي، له دې وروسته به د یو پیاوړي اسلامي هویت د روښانېدو په موخه د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي جوماتونو کې زده کړې کوي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وزارت په خپل جوړښت کې بدلون راوستی او جوماتونه یې په خپل تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي دي.

د خبرپاڼه له مخې، مخکې عمومي تعلیماتو د ټولو لومړنیو او ثانوي تعلیماتو پر وړاندې مسوولیت درلود، خو اسلامي تعلیماتو یواځې د دارالحفاظونو او مدرسو د مدیریت پر وړاندې مسوولیت درلود چې دغه ویش یا جلا والي، د اسلام موقف په څنډه کې راوستی وه.

یاد وزارت زیاتوي، دغه مهم او لوی بدلون یو عاقلانه پروګرام ته اړتیا لري، ترڅو دغه بدلون په تدریجي ډول ګام په ګام تطبیق شي او په وینا یې، مخکې د اسلامي تعلیماتو معینیت یوازې د جوړښت له پلوه معینیت وه؛ خو د محتوا(صلاحیت او مسوولیت) له نظره یوه کوچنۍ اداره وه.

په یادې خبرپاڼه کې پوهنې وزارت د صلاحیتونو او مسوولیتونو له پلوه د اسلامي تعلیماتو د نوی عمومي ریاست د بډاییتوب خبره کړې او ویلي یې دي چې د عمومي تعلیماتو او دارلحفاظونو او مدرسو ریاستونه یې تر واک لاندې راغلي.

دغه عمومي ریاست به د ۱-۱۲ ټولګي د تعلیمي چوپړونو د ټول سیسټم پر وړاندې مسوولیت او صلاحیت ولري.

تر دې وړاندې په دغه وزارت نیوکې کېدې چې د اسلامي تعلیماتو معینیت یې له منځه وړی او دغه کار په یو ډول د اسلامي زده کړو د پیکه کولو لامل بلل کېده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance