چارواکي: افغان ځواکونو کندهار کې ۵۵ طالبان وژلي
خبریال وېبپاڼه/ کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۶۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ډنډ، پنجوايي، معروف او ژړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور مرګوني دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې نقلیه وسایط، ۴۷ کړۍ ماینونه او د چاودېدونکو توکو او تجهیزاتو یوه ډېپو هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.
د چارواکو په خبره، دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ تر تصفیې وروسته د (بابا صاحب) ګډو نظامي عملیاتو د دوهم پړاو یوه برخه وه، چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پیل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
په دوحه کې د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د سولې مذاکراتو پر کړنلارې د هوکړې سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.