The news is by your side.

پاکستاني طالبانو بلوچستان کې پنځه سرحدي عسکر وژلي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني طالبانو د بلوچستان په ژوب سيمه کې د پاکستان پر سرحدي عسکرو بريد کړی دی او پنځه تنه يې ورڅخه وژلي دي.

د دغې ډلې وياند محمد خراساني ويلي دي، چې د پاکستان سرحدي عسکر په ژوب کې په کرکيټ لوبه اخته ول چې دوی ورباندې ډزې پيل کړې.

خراسانی وايي، په بريد کې پنځه تنه عسکر ځای پر ځای وژل شوي، څو نور يې ژوبل دي او پاتې عسکر یې له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د ده په خبره، نورو طالبانو بیا د باجوړ په ماموند سيمه کې د پوځ پر يوه قرارګاه توغندي ويشتي دي چې پکې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني طالبان پر پاکستاني عسکرو برید کوي، تر دې وړاندې هم ورته لسګونه پېښې شوې دي، چې پاکستاني حکومت کله رد او کله هم تایید کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.