The news is by your side.

د کرونا سربېره پر افغانستان سخت بارانونه را روان دي

خبریال وېب پاڼه/ دا ورځې چې په هېواد کې د کرونا موضوع ډېره ګرمه ده او ځای ځای یې مثبت پېښې ثبتیږي، ورسره جوخت پر افغانستان سخت بارانونه را روان دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې وړاندوینه کړې چې له نن شپې را هیسې د وري تر ١٣مې نېټې امکان لري، چې د هېواد له لویدیځه اړخه یو زوروره څپه افغانستان ته را دننه کېدونکې ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د زورورو او منځنیو بارانونو لامل شي.

د هوا پېژندنې ملي ادارې د وړاندوینې له مخې، په هرات، ارزګان، پکتیا، خوست، زابل، دایکندي، غزني،پکتیکا، لوګر، کونړ، غور، هلمند، فراه، کندهار، وردګ او کابل کې د سېلابونو سره هم ملا سختو بارانونو امکان ډېر دی.

او په نیمروز،سرپل، سمنګان، بادغیس، بامیان، پروان، بدخشان، پنجشېر، بغلان، بلخ، تخار، کاپیسا، ننګرهار او لغمان هغو ولایتونو کې له سېلابونو را وتلو پرته د منځنیو او یا هم ځیني وخت د سختو بارانونو او په ختیځ کې نورستان ولایت کې د واورې اورېدنې اټکل شوی.

ویل کیږي، چې د هېواد په لویدیځ کې به له دې بارانونو سره تالنده او برېښنا هم مله وي، چې د ګلې اورېدنې امکان هم شته او کروندګر باید د خپلو فصلونو د ساتنې لپاره چمتووالی ولري.

د هوا پېژندنې ملي ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې وړاندې راځي، چې په کومو سیمو کې چې له بارانونو سره تالنده او برېښنا صورت ونیسي، د زیانونو د اوښتو امکان هم شته.

دا بارانونه به په ځینو ولایتونو کې له دوشنبې یو شمېر کې له سه شنبې او یا چهارشنبې له ورځې پیلیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.