The news is by your side.

کرونا, روغتیا وزارت یې د مبارزې لپاره بودجه نه لري

خبریال وېب پاڼه/ په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره لازمه بودجه په لاس کې نه لري.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز وايي، کوم پلان چې موږ نظر کې درلود، یو میلیارد امریکایي ډالر و، اوس مهال موږ یو میلیارد امریکایي ډالرو ته اړتیا لرو، چې دا یو میلیارد ډالر اوس موږ نه شو تر لاسه کولی او نه یې هم په خپل لاس کې لرو.

د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون له حکومت غواړي، چې د عامې روغتیا وزارت ته دې لازم امکانات برابر کړي او په ضمن کې دې له اړمنو سره مرستې وکړي.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ١٢٠ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې درې یې د تېرو ٢٤ ساعتونو په موده کې په هرات او نیمروز ولایتونو کې تازه ثبت شوي.

دا چې هرات له ایران سره پر ګډه پوله پروت ولایت دی او هره ورځ ورته په زرګونه افغان کډوال را اوړي، نو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو سم نیمه برخه یې په هرات ولایت کې ثبت شوې او پر دې ویروس ککړ هغه کسان دي، چې تازه له ایرانه راستانه شوې دي.

تر دې دمه کرونا یا کوېد١٩ ویروس په ټوله نړۍ د څه باندې دېرش زره کسانو ژوند ترې اخیستی او په زرګونه پرې لا هم اخته دي.

په ورته مهال راپورونه ښیي چې د روسیي د بیولوژیکي او طبي چارو روغتیا پالانو له لوري د کرونا ویروس ضد درمل جوړ شوي، چې د انسان په حجرو کې د دې ویروس د پرمختګ مخه نیسي او له منځه یې وړي.

اوس مهال کرونا یا کوېد١٩ ویروس په یو بشري ناورین بدل شوی، چې ورسره جوخت نړۍ له اقتصادي بحران سره مخ ده.

هغه هېوادونه چې، په زیاته کچه د کرونا ویروس مثبتې پېښې لري، د اقتصاد نیمه برخه یې د کرونا ویروس پر وړاندې پر مبارزه مصرفیږي.

د کرونا ویروس د قربانیانو او اغېزمنو شمېر بیا په امریکا متحده ایالاتو کې خورا لوړ دی او ورسره جوخت په، اېټالیا، هسپانیا، جرمني، فرانسه او ایران کې د نورو هېوادونو په پرتله د مړو او ناروغانو شمېر پورته دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.