د ناروغانو ګڼه ګونه خو د روغتیايي خدماتو نشتون
خبریال وېب پاڼه/ د خوست ولایت د مندوزۍ ولسوالۍ اوسېدونکي، د کافي شمېر روغتیایي مرکزونو له نشتون څخه سر ټکوي.
دغه اوسېدونکي وایي، د امنیت او روغتیایي مرکزونو نشتون، د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
له دې سره سم د مندوزۍ ولسوالۍ سیمه اییز چارواکي وایي، د مندوزی روغتون یوازینۍ روغتیایي مرکز دی چې یاده ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي له دې امله دوی ځینې وخت د آسانتیاوو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ کیږي.
په هېواد کې روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر وړاندې نا امنۍ اغیز کړی دی.
د خوست ولایت د مندوزی ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو او تجهیزاتو له نشتون څخه سرټکوي.
دوی وایي د مندوزی په ولسوالۍ کې یواځې یو روغتون دی چې د ناروغانو درملنې لپاره بسنه نه کوي.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، روغتون ته له داخلېدو مخکې په څو ځله تلاشي کیږي؛ حتا که کوم ناروغ ډېر شدید هم وي بیا هم روغتون ته د موټر داخلېدو لپاره مجبور دي له مسؤولینو د اجازې اخېستو لپاره ډېر انتظار وکړي.
د دوی په خبره د شپې لخوا ورته بیا دا ډېره ستونزمنه وي چې خپل ناورغان دې تر روغتونه ورسوي.
دوی له حکومت په ځانګړي توګه د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د مندوزی ولسوالۍ په کچه یو لوی روغتون او روغتیايي تجهیزات سره جوړ کړي.
بل خوابیا د یاد ولایت سیمه اییز چارواکي وایي دوی هڅه کوي چې د یادې ولسوالۍ لپاره نوې ودانۍ جوړه کړي.
هره ورځ د مندوزی ولسوالۍ له بیلابیلو سیمو څخه سلګونه ناروغان دغه روغتون ته راځي.
خو د مندوزی ولسوالۍ اوسېدونکي نیوکه کوي چې په کراتو له دوی سره د نوې روغتون جوړېدو لپاره ژمنه شوي ده خو بیا هم سیمه اییزې ادارې د دغې ستونزې په خاطر عملي ګامونه ندي پورته کړي.
د تیر ١٣٩٨ لمریز کال په اوږدو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د تړلو سربېره په ځینو ولایتونو کې ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو هم د معاشونو د کمېدو په اعتراض کې د څو اوونیو لپاره کاري اعتصاب کړې وو، چې له امله د څو ورځو لپاره په دغو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه تړلي پاتې شوي وو.
مخکې له دې د روغتیا نړیوالې ادارې “WHO” په افغانستان کې روغتیایي کارکوونکو ته په امنیتي ګواښونو کلکه اندیښنه ښودلې.
- دغه اداره وايي، چې په شاوخوا ۱۱میاشتو کې په دغه هیواد کې ۱۸روغتیايي کارکوونکي په امنیتي پیښو کې وژل شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.