The news is by your side.

د کندهار ټولې لویې لارې وتړل شوې

خبریال وېب پاڼه/ کندهار ښار چې د هېواد په کچه له نورو ولایتونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړي په برخه کې مرکزي رول لري، چارواکو یې د کرونا د مخنيوي په خاطر د ټولو لویو لارو د تړلو امر کړی دی.

په دغو لویو لارو کې د کندهار- کابل او کندهار – هرات لویې لارې هم شاملې دي.

د دغو لویو لارو تر څنګ په کندهار ښار کې د خوراکي توکو له پلورنځيو او درملتونونو پرته نور ټول ښار تړل شوی.

د کندهار والي حیات الله حیات د دغه ښار اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې له اړینو کارونو پرته دې په ښار کې تګ راتګ کم کړي.

اوس دغه لوی ښار کې د تېر خلاف یوازې د خوراکي توکو پر هټيو او پلورنځيو ګڼه ګوڼه ليدل کېږي.

دغو هټیو کې د خوراکي توکو قیمتونه له یوې ورځې څخه بلې ورځې ته لوړ شوي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي د حکومت له لوري د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره اوسني تدابیر کم ګڼي او د زیاتېدو غوښته یې کوي.

کرونا وېروس چې د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، افغانستان کې يې هم د په هر ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې نوې مثبتې پیښې مخ پر ریاتیدو دي.

دا مهال د کابل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې د کرونا ویروس ١١٧ مثبت پېښې ثبت شوې دي؛ د دغو پېښو تر ټولې ډېرې ٨١ په هرات کې ثبت شوې دي.

عامې روغیتا وزارت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د کابل ښار سوخته پله لاندې ټول په نشه یي توکو روږدې کسان راټول کړل
د کابل ښار اوسیدونکي وايي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ښه ګام دي خو له حکومت څخه غوښتنه لري چې باید د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.

په ورته وخت کې بیا پاکستان اعلان کړی چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د دې هېواد پولې د ګاونډیو هېوادونو او افغانستان سره د دریو اونیو لپاره تړل شوي پاتې شي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي د دې هېواد دوه اونیو پولو تړل کیدو پای سره د دوه نورو اونیو لپاره به هم د دې هېواد پولې به د مسافرو او سوداګریزو توکو لپاره تړل شوې پاتې شي.

بل خوا بیا د دې هېواد چارواکو د ملګرو ملتونو سازمان څخه په دې هېواد کې میشت افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو ترلاسه کیدو غوښتنه کړې او په دې برخه کې په پاملرنې باندې ټینګار کړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې په دې هېواد کې ګرځیدو باندې د محدویت وضع کیدو سره افغان کډوال بیا ډيری بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوس مهال په پاکستان کې شاه خوا درې میلیونه افغان ګډوال ژوند کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.