طالبانو پر چرسو بندیز اعلانکړ خو کوکنار یې آزاد پرېښي
خبریال ویب پاڼه / وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې نور به په افغانستان کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې چرس نه کرل کېږي او کرل شوي فصلونه به له منځه وړي .
د کوټې شورا یوه غړي د نوم نه ښوولو په شرط خبریال ډاټ کام ته وویل چې پر چرسو او تریاکو د بندیز لګولو په تړاو د طالبانو په لیکو کې اختلافات شته ؛ خو دم ګړی طالبان پر دې سره سلا شوي دي چې یوازي چرس بند کړي .
خبریال ویب پاڼې ته د طالبانو د کوټې شورا له لوري یو فرمان رالېږل شوی چې د چرسو پر بندولو ټینګار کوي .
فرمان چې ظاهرا” د طالبانو د مشرتابه له لوري صادر شوی کروندګرو ته د بدیل کښت سپارښتنه کوي او وايي چې دوی دي بل کښت ته را وګرځول شي،
خو هغوی سره د مرستې او یا دهغوی د عملي لاسنیوي خبره نه کوي.
د طالبانو د کوټي شورا نه خبریال ویب پاڼې ته رالېږل شوی د مشر تابه فرمان :
که څه هم تر دې دمه طالبانو د خپلو ویندویانو په خوله دا فرمان نه دی اعلان کړی ؛ خو ښايي دوی ډېر ژر د مطبوعاتو له لاري هم دا فرمان په ډاګه کړي .
طالبانو وروسته له هغه د چرسو خلاف ګام پورته کړ چې په نړیواله کچه دافغانستان حکومت بیا بیا طالبان د نشه یي توکو په قاچاق او د مخدره موادو په کښت تورن کړل .
دا هم ولولئ !
طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ شي
طالبانو د حکومت مرکچي پلاوی رد کړ
دا عش خوابدي طالبانو خپلو لیکو ته وربولي
بل لورته اوس د طالبانو په لیکو کې دا خبره راپورته شوې ده چې طالب مشران ولي د کوکنارو او تریاکو خلاف ګام نه اوچتوي ؟
طالبان اوس په دې تورن بلل کېږي چې د افغانستان د نښيي توکو له کښت او قاچاق نه میلیاردونه ډالر تر لاسه کوي .
د چارو پوهان په دې باور دي چې په قطر کې د روان کال د فبروري میاشتي پر ۲۹ نېټه د طالبانو او د امریکا تر منځ د سولي تر تړون وروسته اوس طالبان هڅه کوي چې نړۍ والي ټولنې ته دا وروښيي چې ګواکې طالبان د نشيي توکو خلاف ګام اخلي ، خو په لویه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون په یوه برخه کې هم د نشي توکو او په ځانګړي ډول د کوکنارو د کښت یادونه نه ده شوې .
هغه معلومات چې طالب مشرانو خبریال ویب پاڼې ته ورکړي دي ښيي چې دواړه لوري د امریکا متحده ایالات او وسله وال طالبان د نشيي توکو پر کر او قاچاق په دغه تړون کې نه دي غږېدلي .
اوس چې د طالبانو مشرتابه د چرسو خلاف ګام اخلي داسي ښکاريچې طالبانو د کوکنارو د کرکیلې او د افیومو د کښت په تړاو پر خپل ځان عریضه وکړه .
په افغانستان کې د کوکنارو کښت هر کال په پرتله ایز ډول مخ په زیاتېدو دی او اوس د افغانستان په هر ولایت کې کوکنار کرل کېږي ،خو البته هغو سیمو کې زیات کوکنار کرل کېږي چې واک یې د طالبانو په لاس کې دی .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.