ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد

خبریال وېب پاڼه/تېره شپه د هرات د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ۲۲ نورو مثبتو پېښو د ثبت کېدو خبر ورکړ.

د هرات د عامې روغتیا د ریاست په حواله په دغو ۲۲ کسانو کې ۱۳ نارینه او ۹ ښځینه شاملې دي. له دې سره په ټول هېواد کې د کورونا ځپلو شمېر ۱۴۵ کسانو ته ورسېد چې له ډلې یې ۵ کسان جوړ شوي او دری نور ورڅخه وژل شوي دي.

هرات هغه ولایت دی چې په لومړي ځل په کې د کورونا مثبته پېښه ثبت شوه او د وروستیو تازه پېښو په ګډون په دغه ولایت کې په ټولیزه توګه ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې د ټول هېواد په پرتله زیات شمېر ښیي.

د معلوماتو له مخې تېر ۲۴ ساعتونه که څه هم د کورونا د مثبتو پېښو لپاره د تېرو ورځو په پرتله څو برابره کم وو، خو په هسپانیا او ایټالیا کې د قربانیو شمېر د تېرو ورځو په شان خونړی روان دی. ویل کېږي تېره شپه او ورځ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې د تر هغې وړاندې ۲۴ ساعتونو (چې ۶۱ زره پېښې ثبت وې) په پرتله څه کم دری برابره کمی ښیي.

تر اوسه د امریکا متحده ایالات په کویډاـ۱۹ د اخته شویو کسانو په نوملړ کې مخکښه ده چې تر پرون ورځې پورې یې تر ۱۲۴ زرو زیات کسان په دغه ویروس اخته وو خو په قربانیانو کې بیا ایټالیا تر بل هر هېواد زیاته ځپل شوې ده چې څه د پاسه لس زره ایټالویان یې وژلي دي او ورپسې اسپانیا ده چې د دوی د قربانیانو شمېر هم تر ۶۵۲۸ اوړي.

په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو زیاتېدو سره په یو شمېر ولایتونو کې پر ګرځېدو محدودیت هم وضع شو چې له ډلې یې هرات، کابل، فراه، نیمروز، بادغیس، هلمند او په دې وروستیو کې د خوست ولایت هم د یادونې وړ دی. د خوست والي په دغه ولایت کې یوازې د خوراکي توکو له هټیو، درملتونونو او یو شمېر نورو بانکونو، پمپ سټېشنونو او ورته ځایونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه او پر نورو ټولو هغو غونډ ځایونو او ګڼ مېشته ځایونو یې بندیز ولګاوه چې د کورونا ویروس د خپرېدو سره مرسته کوي.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت هم په کابل ښار کې پر ګرځېدو د محدودیت لړۍ جدي کړه او خلکو ته یې په زیاته ګڼه ګوڼه جوړلو باندې د بندیز چارې پلې کړې. په کابل او یو شمېر نورو ښارونو بېوزله خلک اندېښمن دي چې له قرنطین سره یې اقتصاد په ځوړ روان دی او حتی د حوړلو لپاره څه نه لري. حکومت تر دې مهاله له بېوزلو سره په مرسته کولو کې چوپ دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More