“د افغان کشالې اړخونه دې تاوتریخوالی کم کړي”

خبریال وېب پاڼه/ناټو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي کچه دې را کمه کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان د کورونا ویروس له ستر ګواښ سره مخ دی او په خبره یې په کار ده چې د جګړې ټول اړخونه تاوتریخوالی کم او د دغه وژونکي ویروس له منځه وړلو ته را ودانګي. ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه چې د اوس لپاره په کار ده چې په دغه هېواد کې بشري مرستو ته لاسرسی وشي او پرې نه ښودل شي چې حالت په یوه لویه بشري فاجه بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره د حکومت، امریکا او طالب اورپکو لخوا مذاکراتي هلې ځلې روانې دي او تمه ده د افغانستان د کابو دوو لسیزو خونړۍ کشاله په سوله باندې پای ته ورسېږي.

تېره اونۍ د سولې په چارو کې د دولت وزات له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل مرکچي پلاوی اعلان کړ چې مشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی کوي. دغه پلاوی که څه هم د نړیوالو لخوا د دغه پلاوی هرکلی وشو او امریکا یې ستاینه وکړه خو طالب اورپکو ورسره خپل مخالفت څرګند کړ او زیاته یې کړه چې دا پلاوی له ټولو سیاسي جهتونو څخه جوړ شوی نه دی.

په ورته وخت کې امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په امریکا کې د افغانستان له سفیرې سره په خپلو خبرو کې ویلي چې له افغان ځواکونو سره به د امریکا مرستې جاري وي او په وینا یې اوس په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه روانه او امریکا به د سولې له هوکړه لیک لاسلیکولو سربېره بیا هم د افغان ځواکونو تر شا ولاړه وي. ښاغلي ګراهام زیاته کړې چې تمه لري د افغانستان لپاره د ولې روان مذاکرات ویې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي. ده همداراز ټینګار کړی که په افغانستان کې جګړه ختمېږي نو امریکایي ځواکونه به راوځي ځکه په خبره یې بیا په افغانستان کې یې د شتون اړتیا معنا نه لري.

د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم ډېری شنونکي په دې باور دي چې افغانستان له جګړې څخه هم سختې بشري فاجعې ته ور روان او په وینا یې که د دغې وبا لپاره د جګړې ښکېل لوی سره یوه خوله نه شي او تاوتریخوالی کم نه کړي، لرې نه ده چې افغانان به د یوې پټې جګړې ښکار شي.

د ناټو عمومي منشي هم داسې مهال دا خبرې کوي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو سربېره په یو شمېر ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده، چې یوازې په همدې مارچ میاشت کې تر سلو زیات عام افغانان وژل شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More