The news is by your side.

سیاف: له مرکچي پلاوي سره مخالفت سوله زیانمنوي

خبریال وېب پاڼه/استاد عبدالرب رسول سیاف تېره ورځ د یو ویډیویي پیغام له لارې د وسلوالو طالبانو لخوا د حکومت له مرکچي پلاوي سره مخالفت وغانده او زیاته یې کړه چې دا کار د سولې چارې ټکنۍ کوي.

ښاغلي سیاف د حکومت لخوا د اعلان شوی مذاکراتي ټیم ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډلګۍ د هېواد له مختلفو اقشارو څخه جوړه شوط او د ټول افغانستان استازولي کوي. ده پر جوړ شوي حکومت پلاوي هم غږ وکړ چې له طالبانو سره دې په یو ټول منلي او واحد دریځ د مذاکراتو مېز ته کېني.

د سولې پر جوړشوي پلاوي وروسته له هغه ګرم بحثونه را پورته کېږي چې د شنبې په ورځ طالب وسلوالو په خپله یوه اعلامیه کې د دغه پلاوي سره خپل مخالفت څرګند کړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې دوی ځینې ملاحظې لري چې په وینا یې یاد شوی پلاوی له ټولو سیاسي جهتونو څخه نه دی جوړ شوی.

د طالبانو اعلامیې ته حکومت سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې بهانې مه لټوئ او په خپل مذاکراتي پلاوي مو کار وکړئ. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د حکومت لخوا له اعلان شوي مداکراتي پلاوي څخه هرکلی وکړ او پر افغان مشرانو یې غږ وکړ چې خپل منځي را منځته شوی سیاسي بحران دې هم حل او یو ټول شموله حکومت دې را منځته کړي.

د طالبانو مخالفت په کور د ننه هم د ګڼو سیاسیونو او کارپوهانو غبرګونونه را وپارول او دا یې په سوله کې د طالبانو لخوا خنډ او ځنډ جوړول یاد کړل.

ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان واحد ملت دی، قضیه هم یوه او د هېواد راتلونکی هم ګډ دی نو په خبره یې ځکه خو باید مذاکراتي پلاوی هم واحد دریځ ولري. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په مسکو کې جوړه شوې بین الافغاني غونډه کې د افغان سیاسیونو پر تیتو نظریاتو نیوکه کېدله چې هر یوه له خپله ادرسه خبرې کولې او هېڅ ملي محوره و نه غږېدل.

هېره دې نه وي چې تېره ورځ پخواني ولسمشر کرزي او استاد سیاف له پخواني اجرایه رییس سره د ټاکنو پر سر جوړه شوې لانجه او روانو سیاسي حالاتو په هکله لیدنه کړې ده. په دغه لیدنه کې کریم خلیلي او یونس قانوني هم برخه اخیستې وه خو بشپړ جزیات یې خپاره شوي نه دي.

د حکومت لخوا اعلان شوي پلاوي کې چې معصومستانکزی یې مشري کوي، له پینځو ښځو سربېره د بېلا بېلو قومونو، ګوندونو او مدني بنسټونو پلاوي شامل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.