زوړ پاچا چې له شلو نجونو سره قرنطین دی
خبریال وېب پاڼه/د کورونا له وېرې به مو ډېر اورېدلي وي خو په همدې ترهېدلې نړۍ کې د هوس پرستو له کارنامو ښایي کم خبر ولرئ. راځئ دلته مو د یوه عمر خوړلي ځان پرست پاچا د عیاشي قرنطین له حاله خبروو.
دغه پاچا د چې د تایلنډ هېواد د چارو ګدۍ ور د غاړې دي، مها وجیرالونګ کورن نومویږي. ۶۷ کاله عمر لري او له خپلو لسګونو ګاردانو سره د آلمان په ګرمیخ پرتین کریچن ښار کې یو بشپړ فایف سټار هوټل ځانته نیولی، د عیاشۍ او رخصتۍ شپې په کې سبا کوي.
ویل کېږي کورن له شلو نجونو او لسګونه خادمانو سره په دغه ښار کې اوسېږي، چېرته چې نور ټول هوټلو د پیرودونکو پر مخ تړل شوي او د قرنطین په حال کې دي. اروپا کې تقریبا ټو هېوادونه د کورونا ویروس په لومو کې را ګیر دي او آلمان هم د همدې هېوادونو په کتار کې دی چې تر اوسه یې سلګونه کسان په دغه وژونکي ویروس اخته دي او حکومت یې هېوادوالو ته له کوره د نه وتلو او قرنطین اعلان کړی دی.
ویل کېږي کورن له تایلند څخه په رخصتۍ دغه هېواد ته تللی دی خو په خپل هېواد کې یې د کورونا ویروس له امله اندېښنې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي. د معلوماتو له مخې له کورن سره آلمان ته ګڼ شمېر ګاردان او خدمتي خادمان راغلي وو چې دغه هېواد کې د کورونا د پېښو په زیاتېدو سره یې ۱۱۹ کسان بېرته تایلنډ ته استولي دي.
په ورته وخت کې تایلنډي ولس خپل پاچا عیاش پاچا ته را پارېدلي دي او په ټولنیزو رسنیو کې یې د ده د ګوښه کېدو کمپاین پیل کړی دی. په دغه هېواد کې که څه هم قانون سخت دی او د پاچا پر وړاندې سختو الفاظو کاروونکو ته د لویې سزا او تر ۱۵ کاله قید پورې قانوني سزا هم شته خو بیا هم په دغه ناورین ځپلي چاپېریال کې تایلنډيان د خپل پاچا د ګوښه کېدو نارې وهي او په پتولنیزو رسنیو کې د (موږ ته د پاچا اړتیا څه ده) تر هشتګ لاندې پراخ احتجاجي کمپاین روان دی.
د تایلنډ ولس وروسته ه هغه را غوسه شو چې پاچا یې په د آلمان په ګرمیخ پرتین کریچن ښار کې ځانته پینځه ستوریز هوټل بک او بیا یې ځان له ۲۰ نجونو سره په کې قرنطین کړ. ویل کېږي پاچا کورن ۴ ښځې هم لري خو دا نه دي ویل شوي چې هغوی یې هم ورسره بېولې دي او کنه.
تایلند په سوېل ختیځه آسیا کې پروت هېواد دی او پاچاهي نظام پکې ګدۍ وال دی. له مالیزیا، کمبودیا او لاوس سره ګډه پوله لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.