The news is by your side.

کرونا, نړۍ کې یې د قربانیانو شمېر ٣٣زرو ته لوړ شو

خبریال وېب پاڼه/ کرونا وژونکي ویروس په نړۍ کې د ٣٣زره کسانو ژوند واخیست.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر اووه لکه او د مړو شمېر یې تر ٣٣زرو ښیي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د مړو شمېر تر ٣٠ زرو رسېد، خو په هغه هېوادونو کې چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاته کچه ثبت شوي، په ٢٤ ساعتونو کې ترې د کرونا ویروس نور ناروغان هم مړه شوې دي.

له دې ډلې یې پرون یوازې د ٨٤٠ کسانو د مړینې خبر په هسپاینا کې خپور شو. چې د ټولې مړینې کچه په کې ٦ زره او ٦سوه پورته شوه او لا هم تر ٧٩ زرو پورې پرې اخته دي.

د اروپایي هېوادونو سربېره په امریکا متحده ایالاتونو کې هم د ناروغانو او مړینې کچه خورا لوړه ده.

اېټالیا بیا د مړینو په سر کې ځای لري، هلته تر دې دمه د مړینې کچه تر ١٠زرو ده او لا هم پرې زرګونه اخته دي.

ها خوا بیا په امریکا متحده ایالاتو کې هم له دې ویروس د مړینې شمېر تر دوه زرو اوښی او شاوخوا ٣٨زره پرې اخته دي.

په اسیا کې بیا له چین وروسته ایران د دې ویروس له امله ډېره قرباني ورکړه او لا یې پرې هم ډېر کسان اخته دي.

ورسره جوخت د ایران سره پر ګډه پوله پروت ولایت هرات ته، له ایرانه د افغان کډوالو را ستنېدلو سره، د کرونا ویروس افغانستان ته هم سرایت وکړ.

افغانستان کې یې تر دې دمه ١٤٥ کسان نیولي، درې یې مړه کړي او تر شپږو نور بیا رغېدلي او خپلو کورونو ته ستانه شوې دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره لازمه بودجه په لاس کې نه لري.

یاد وزارت وایي، د کرونا پر وړاندې مبارزې ته یو میلیارد ډالرو ته ضرورت لري، چې نه یې شي تر لاسه کولی او نه یې هم په لاس کې لري.

په ورته مهال چین هېواد بیا له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د طبي سامان الاتو د مرستې یاده کړې او ویل کیږي، چې د اپرېل تر لومړۍ نېټې به یې افغانستان ته الوتکه را ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.