له هالیووډ وروسته بالیووډ هم د کورونا شاهد شو

خبریال وېب پاڼه/درۍ اونۍ وړاندې د هالووډ فلم مشهور ستوری ټام هانکس او مېرمن یې په کورونا اخته شوي وو، تازه اوس د هند د وتلې سندرغاړې کنیکا کپور د کورونا ټېسټ هم مثبت شوی دی.

د ټایمز آف انډیا د راپور له مخې د هندوستان دغه مشوره سندرغاړې چې د بالیووډ فلمونو لپاره یې هم سندرې ویلې دي، تازه په کورونا ویروس اخته شوې ده. کنیکا ۴۱ کلنه ده او نوموړې په خپل انسټاګرام لیکلي دي چې له بده مرغه زما ټېست مثبت ؤ خو مینوالو ته یې ډاډ ورکړی چې تر دې مهاله یې ستونزه جدي نه ده.

تر دې وړاندې د امریکا او بالیووډ یو وتلی ستوری ټام هانکس او د هغه مېرمن ریتا وېلسن په آسټرالیا کې په کویډاـ۱۹ اخته شوي وو. ټام هماغه وخت پر خپل ټویټر ولیکل:

((زه او ریتا دواړه په آسټرالیا کې یو، موږ تبه، سردردي او زکام لرل چې له معایناتو وروسته څرګنده شوه چې په کورونا ویروس اخته شوي یو))

ښاغلي هانکس له هماغه وخت چې د ډاکترانو تر جدي مراقبت لاندې ؤ، پر خپل ټویټر یې د ځان او ریتا د روغتیا په هکله معلومات خپرول. نوموړي پر نورو نړیوالو او په ځانګړې توګه پر خپلو مینوالو په وار وار غږ وکړ چې ځانونه قرنطین کړي او له ځان سربېره د نورو روغتیا ته هم پاملرنه وکړي.

تېره اونۍ بیا ټام هانکس پر خپل ټویټر ولیکل چې؛ “موږ له روغتون څخه رخصت شوو او اوس په خپل کور کې قرنطین یو او داسې احساسوو چې نور روغ شوي یو”

نوموړي همداراز ویلي وو چې موږ عقل لرو او په کار ده چې اوس له نورو سره د کویډاـ۱۹ پر وړاندې ګډې مبارزې ته را ودانګو او ټولې هغه سپارښتنې چې روغتیا پالان یې را ته کوي، باید عملي کړو.

کورونا اوس په یو نړیوال ناورین باندې اوښتی چې تر ۳۳ زره زیات وګړي یې وژلي او تر ۷ لکو زیات کسان پرې اخته دي. تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد توانېدلی نه دی چې د دغه ویروس د له منځه وړلو لپاره واکسین او ضد درمل جوړ کړي. تېره ورځ روسي روغتیا پالو خبر خپور کړ او د کویډاـ۱۹ ضد درمل د جوړولو ادا یې وکړه. تر دوی وړاندې امریکا هم د کورونا ضد واکسین آزمایلي وو خو مثبته یا منفي نتیجه یې ګونګه پاتې شوه.

۴۱ کلنې کنیکا کپور په ۱۹۹۷ ز کال کې واده وکړ او په ۲۰۱۲ کال کې یې په بالیووډ کې سندرې ویل پیل کړل. په کم وخت کې یې ډېر مینوال پیدا کړل. کنیکا کپور د پلې بک سندرغاړې له ایوارډ سربېره د فلمفیر جایزه هم ترلاسه کړې ده. نوموړې اوس د ډاکترانو تر څارنې لاندې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More