The news is by your side.

ننګرهار او بغلان کې ۱۲۲ بندیان خوشي شول

خبریال وېب پاڼه/له کورونا ویروس څخه د مخنیوي په خاطر د ننګرهار او بغلان ولایتي چارواکو د دغه ولایتونو له زندانونو څخه ۱۲۲ بندیان خوشي کړل.

نن دوشنبه د روانې مارچ میاشتې په ۳۰ مه نېټه د ننګرهار له زندان نه ۴۶ او د بغلان له زندان نه ۷۶ بندیان خوشي شول. دا په داسې حال کې ده چې حکومت غواړي د ټول هېواد له زندانونو څخه لس زره هغه بندیان خوشي کړي چې دوسیې یې ډېرې جدي نه دي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې تېره ورځ د هرات له زندان څخه هم د ۵۰۰ بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وشوه. د دغه ولایت د زندان مدیر ښاغلي میوند صمدي رسنیو ته وویل چې د مرکزي حکومت په لارښوونه دغه بندیان چې د قید مودې یې کمې او جرمي ګراف يې ښکته دی، خوشي کېږي.

له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره حکومت په ډېری ولایتونو کې د پام وړ اقدامات کړي دي څو وکولی شي د دغې وبا ناروغۍ د خپرېدو مخه ډب کړي. د هېود په زندانونو کې د بندیانو خوشي کول داسې مهال پیلېږي چې په دې وروستیو کې طالب اورپکو هم له دولت سره پر خپلو بندیانو اندېښنه څرګنده کړه. دوی په دې وروستیو کې له امریکا سره د شوې توافقنامې له مخې په دې هڅه کې دي چې خپل ۵۰۰۰ زندانیان خوشي کړي خو دولت ټینګار کوي چې که زندانیان خوشي کوي نو طالب اورپکي به په خپل تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي او بین الافغاني ماکراتو ته به چمتووالی نیسي.

د افغانستان په زندانونو کې زرګونه کسان بندیان دي چې یوه لویه برخه یې په ترهګریزو بریدونو، جنایتونو او جګړه ییزو سیمو کې د فعالیت پر مهال د وسلوالو طالبانو له ډلې څخه نیول شوي دي.

په ورته وخت کې حکومت د طالبانو د سلو بندیانو د خوشي کولو وعده هم کړې ده. دوی وایي چې دا کار د حسن نیت او بین الافغاني مذاکراتو ته د چمتووالي په موخه کوي. ټاکل شوې ده د همدې سلو بندیانو د خوشي کولو په بهیر کې د طالبانو د تماس لس کسیزه ډله نن کابل ته راشي او د بګرام له زندان څخه چې حکومت به یې کوربه وي، سل کسه بندیان خوشي کړي.

تر دې مخکې دوه ځله کابل ته د همدې طالب استازو راتګ ځنډېدلی ؤ. ویل کېږي یاد شوی پلاوی به له دوحې څخه راځي او څو ورځې به د بګرام په نظامي اډه کې تم شي.

په ننګرهار او بغلان کې د خوشي کېدونکو بندیانو د بند مودې هم کمې ښودل شوې دي. دا اقدام له کورونا ویروس سره د مبارزې په نیت کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.