The news is by your side.

له پاکستان راتلونکي افغانان قرنطین کېږي

خبریال وېب پاڼه/د ننګرهار والي په یوه ویډیویي پیغام کې له پاکستان څخه د راستندونکو افغانانو لپآره په تورخم کې د یو کمپ جوړولو خبر ورکړ.

ښاغلي شاه محمود میاخېل د یاد ولایت له امنیه قومندان او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو سره یو ځای نن تورخم ته تللی ؤ او هلته یې د تورخم دروازې د خلاصېدو په صورت کې راستنېدونکو افغانانو ته د قرنطین کولو پر چمتووالي کار کړی دی.

نوموړي وویل چې که د امکان په صورت کې که د تورخم دروازه خلاصه شوه، له پېښور او نورو سیمو څخه را ستنېدوکو ته به له تورخم څخه له ۱۴ نه تر ۲۱ ورځو پورې بلې سیمې ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي او نه به نورو کورنیو او افرادو ته اجزه ورکول کېږي چې تورخم کې له قرنطین شویو کساو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه راستنېدونکو افغانانو له ځان سره کورونا ویروس هم راوړ او له هرات سربېره د هېواد یو شمېر نور ولایتونه یې هم په دغه ویروس ولړل. ډېری هېوادوال نیوکه کوي چې حکومت له ایران څخه را ستنېدونکو کډوالو ته په وخت لاسرسی ونکړ ځکه خو هرات او نور ولایتونه د کویډاـ۱۹ ناروغۍ کوربه شول.

د کډوالو او مهاجرینو وزات د معلوماتو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې له ایران څخه کابو دوه لکه افغانان را ستانه شوي دي. په دوی کې یو شمېر هغه ورک کسان هم له هرات تېر شول چې له ځانونو سره یې د کورونا ویروس وړی دی. دا چې کومو ولایتونو ته لاړل او د دغه ویروس خطر یې په کومه کچه ورسره ولېږداوه، لا هم معلومات نشته دي.

په ډېری لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې چې د دولت تر تصرف اوښتې دي، هغه مزدوره طبقه له ایران نه راغلي دي چې د کورونا ویروس د راوړلو امکانات یې ډېر دي. له همدې امله دوې اونۍ وړاندې حکومت پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او پرېږدي چې د دولت روغتیایي ټیمونه په لرې پرتو سیمو کې د ولس لپاره خپل روغتیایي تدابیر ونیسي خو د طالبانو لخوا کوم غبرګون ترلاسه نه شو.

په ننګرهار کې تېره اونۍ د کورونا یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې قرباني یې د لغمان اوسېدونکی ؤ. تر اوسه په دغه ولایت کې د نورو پېښو خبر نه دی ورکړل شوی خو د دغې ویروس پر وړاندې وار له مخې احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.

تېره ورځ د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره یو روغتیون هم پرانیستل شو چې د کورونا تشخیص به په کې کېږي. د دغه روغتون د پرانیستې مراسمو ته د عامې روغتیا وزیر هم ورغلی ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.