The news is by your side.

لومړنی افغان تاجر له کورونا ځپلو سره مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/د ولسي جرګې غړی او د خان سټیل کمپنۍ مشر محمد خان وردګ له کورونا ځپلو سره مرستې ته را ودانګل.

نن دوشنبې د روانې مارچ میاشتې ۳۰ مه نېټه محمد خان وردګ په خپله فېسبوک پاڼه له هېوادوالو سره د مرستې کولو لپاره ټټر وواهه. نوموړيی په خپل خپره شوې لیکنه کې ویلي چې که څه هم د صدقې کول باید علني نه شي خو په وینا یې دا چې نور پانګوال هم وهڅول شي، اعلانوم چې له خپلو بېوزلو هې،ادوالو سره په لاندینیو برخو کې مرستې ته چمتو یم:

((د زرو کورنیو لپاره د خوراکي توکو بېړنی پکېج، په اړتیا په صورت کې له هېوادوالو سره د درملو مرسته او د ترانسپورټي چارو خدمات))

ښاغلی خان وروسته له هغه له خپلو بېزولو هېوادوالو سره مرسته اعلانوي چې تر دې وړاندې د کرېکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو هم له هېوادوالو سره د کورونا پر وړاندې مبارزه کې له بېوزلو سره مرستې ته ټټر وهلی دی. د کرېکټ نړۍ وتلي ستوري راشد آرمان او د آزادو سیالیو اتل عبدالسمیع فیضي دوه ورځې وړاندې په خپلو ټویټر پاڼو باندې په هېواد کې د کورونا ځپلو او بېوزلو سره د مرستې ژمنې وکړې. دوی دواړو وویل چې هڅه به وکړي له نورو پانګوالو او لوبغاړو سره هم په دې برخه کې لیدنې وکړي او مرستو ته یې را وبولي.

نن او پرون د نجیب ځدران، آفتاب عالم، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځي، عثمان غني، شرف الدین اشرف په ګډون یو شمېر یو شمېر لوبغاړو له بېوزلو سره د خپلو مرستو ژمنې وکړې.

د محمد نبي خیریه بنسټ مرستیال مشر او د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي رییس احمدزي هم په خپل ټویټر لیکلي کې یاد بنسټ په پام کې لري د کورونا پر وړاندې مبارزه کې له خپلو بېوزلو هېوادوالو سره مرسته وکړي. دوی وویل چې یو ټیم باندې یې کار پیل کړی چې ځایونه او بېوزله وګړي په نښه کړي، څو موږ ورسره مرسته وکړو.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا د مخنیوي په خاطر په یو شمېر ولایتونو کې ګرځبندیز لګېدلی او ګڼ مزدورکاران چې د شپې او ورځې ډوډۍ نه لري، په کورونو کې ایسار پاتې دي.

ښاغلی خان وردګ وایي چې که حالات ترینګلی کېږي، چمتو یم چې له اړتیا سره سم نوره مرسته هم وکړم. بل پلو په ټولنیزو رسنیو کې د ولسي جرګې د بل غړي اجمل رحماني په اړه یو خبر لاس پر لاس کېده چې له کورونا ځپلو سره یې خپل سل بیستریز روغتون د دغه ویروس د قربانیانو درملنې ته ځانګړی کړی دی خو په رسمي توګه ښاغلي رحمان څه نه دي ویلي.

حکومت په کابل، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دریو اونیو لپاره په تګ راتګ بندیز لګولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.