په افغانستان کې د کرونا د مخنیوي په موخه مبارزه
خبریال وېب پاڼه/ په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
په نوي مورد کې په هرات ولایت کې ٢٢ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هرات کې ټول ټال ١٠٦ مثبتې پیښې ثبت شوې دي، خو اوس دغه ویروس د افغانستان خلک دې ته اړ کړي چې د مخنيوي په موخه یې په بېلا بېلو ولایتونو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې مرستې اعلان شوې.
د دې د ترڅنګ د کونړ ولایت دولتي کارکوونکو خپل معاشونه د دغه ویروس د مخنيوي لپاره ځانګړي کړي دي.
نن په کونړ ولایت کې ټولو ملکي او دولتي کارکوونکو د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستې په توګه خپل معاشات ورکړل .
د دغه ویروس سره د مبارزې لپاره اعاني صندوق سره د کونړ والي د یوې میاشتې معاش او نورو برخو رییسانو بیا د لسو ورځو معاشونه ورکړل او د دې ترڅنګ نورو دولتي کارکوونکو د یوې ورځې معاشات ورکړل.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دغه ولایت د ځوانانو، مدني ټولنو او دیني عالمانو څخه غواړي چې د دغه ویروس سره د مبارزې په موخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د کونړ ولایت ترڅنګ پکتیا ولایت کې د شپږو ولسوالیو قومي مشرانو او ځوانانو د دغه ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره لاس په کار شوي دي، او د خپل ولایت خلکو لپاره عامه پوهاوی ورکوي.
بل خوا بیا په غزني ولایت کې هم د یو شمېر مدني ټولنو استازو د دغه ولایت په ښار کې خلکو ته د ویروس په پار د خلاصون لارې چارې وښودلې.
دوی وایي که خلک د دغه ویروس سره مبارزه ونه کړي په راتلونکې کې به زیات شمېر اوسیدونکي د دغه ناروغۍ سره لاس او ګرېوان شي.
اوس مهال کابل، بلخ ،هلمند، کندهار، ننګرهار، کونړ، فاریاب، لغمان، هرات، نیمروز، غزني، خوست او فراه ولایتونه قرنطین شوې دي.
د دغه ولایتونو قرنطین موخه دا ده تر څو دغه ناروغۍ نورو ولایتونو ته سرایت ونه کړي.
په نوي مورد کې په تورخم کې هېواد ته د راستنیدېدونکو افغانانو تر شل ورځو قرنطین کیږي
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د کرونا د خپرېدو د مخنیوي کمېټې غړو پرېکړه وکړه چې د افغانستان او پاکستان هېوادونو په تفاهم به د دروازې خلاصېدو سره سم هغه بند افغانان چې د تورخم له لارې افغانستان ته را داخلیږي تر شلو ورځو پورې په یاد ښارګوټي کې قرنطین کیږي.
شاه محمود میاخېل وايي، هغه افغانان چې په تورخم ښارګوټي کې قرنطین کیږي ټولو ته به لازمه رسېدنه وشي.
اوس مهال په افغانستان کې ټول ټال د کرونا ویروس مثبتې پیښې ١٤٥ ته رسیږي، چې ډېرې دغه پېښې په هرات ولایت کې چې له ایران سره پر ګډه پوله پروت دی او هره ورځ ورته په زرګونه افغان کډوال را اوړي ثبت شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.