The news is by your side.

کرونا د حفیظ الله امین نېژدې ملګری (خروټی صیب) وواژه

خبریال ویب پاڼه / د هیواد سیاسي او ټولنیز شخصیت ؛ د پخواني ولسمشر حفیظ الله امین د خور زوی او نېژدې ملګري عرف خروټي خپل ژوند له لاسه ورکړ.‌

خرټی صیب بریتانیا په پلازېمنه لند کې مېشت وو او له تېرو دریو اونیو را هیسته په کرونا ناروغي ‌اخته شوی وو.

خروټی صیب لمړنی افغان دی چې په لندن کې د کرونا ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ .

نوموړی یو سیاسي او ټولنیز شخصیت وو او تر ډېره بریده یې د بیلا بیلو افغانانو سره راشه درشه لرله .

په بریتانیا کې د خبریال ډاټ کام مشر میرویس افغان وايي‌ چې خروټي صیب د هیواد د ګڼو نورو مشرانو په څېر د سولي‌او یوه خپلواک افغانستاان لاره او تر ډېره بریده یې دا ارمان له ځان سره یو وړ.

خروټي صیب همېشه ځوانان د هیواد میني‌ او د خپلو خلکو کار ته هڅول ؛ کوښښ یې کاوه چې افغانان په خپلو ملي ګټو وپوهوي .

عارف (خروټي صیب) بریالي انسانان او بریالي افغانان هغه بلل چې د پخلاینې تګلاره یې لرله .

د خروټي صیب د کورنۍ غړي وايي‌چې لا تر اوسه پوري د حکومت له لوري د هیواد ددغه خواخوږي مړی د دوی کورنۍ ته نه دی سپارل شوی او دا لا هم روښانه نه ده چې د دغه درانه مشر مړی به کورنۍ ته وسپارل شي‌او کنه ؛ خو د خروټي‌صیب یوه بل مېژدې ملګري‌ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د لندن مشر ډاکتر ابراهیمي د نړۍ په لر او بر کې له افغانانو غوښتنه وکړه چې د خروټي‌ صیب روح ته دعا وکړي .

ډاکتر ابراهیمي‌ خبریال ویب پاڼې ته وویل :‌

« خروټی صیب د هیواد یو سیاسي او ټولنیز شخصیت وو ، د هغه تشه به همېشه پاتې وي .‌زه له ټولو افغانانو غواړم چې خروټي صیب ته دعا وکړي‌؛ ځکه خروټي صیب د ژوند لویه برخه د افغانانو سره مرستو خدمت او دافغانستان لپاره کار ته ځانګړې کړې وه . »

د کرونا ناوړه وبايي وایرس اوس ټوله نړۍ تر خپل سیوري‌لاندي راوستې : تر دم ګړیه ددغه وایرس له کبله په ټوله نړۍ کې 741,907 رنځېدلي‌ 35,337 وژل شوي او دا شمېرې شېبه په شېبه بره رواني دي‌.

که چېرته کرونا ناروغي جدي‌ونه نیول شي‌ ښايي په ټوله نړۍ کې دا شمېرې لا نوري‌اوچتي شي او تلفات تر سلګونو زرو ورسېږي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance