The news is by your side.

داسي اروپایان چې لا هم د کرونا وایرس نه نه دي‌ خبر

خبریال ویب پاڼه / سره د دې چې د انسانانو دغه خاص ډله د مواصلاتو انتهايي جدید الات لري خو بره، د ځمکې په مخ، د کرونا وایرس د تباهۍ نه به دوی ناخبره وي.

دا خلک اخېر دي څوک او د دنیا به کوم کونج کې پراته دي چې د مواصلاتو او پیغام رسانۍ انتظام لري خو بیا هم د کروناوایرس او د تباهکاریوو نه یې نه دي خبر؟

د کرونا وایرس نه نا خبره دا خاص خلک د فرانس په اېټمي ابدوزونو کې پرځای هغه عسکر دي چې کله د دوی ابدوزونه د خپلو انتهايی خفیه فعالیتونو دپاره د سمندرو ژورو ته ور لاهو شي نو د دنیا د حالاتو سره د دوی رابطه قطع شي.

ایسوسي اټېډپرېس خبري اداره د فرانس د لا پېک ساحل نه په خپل رپورټ کې وايی د فرانس په اېټمي ابدوزونو کې پرځای شوي عسکر لکه د کرونا وایرس په ډول د لویو پېښو نه قصدابې خبره ساتل کیږي چې د دوی توجه د خپل انتهايي حساس نوعیت کار نه لېرې نشي او نه یې هم حوصله وغورځیږي.

ای پي وايي د فرانس د ایټمي ابدوزونو هغه عسکر چې کرونا وایرس د خپرېدو نه وړاندې په خپلو ابدوزونو کې د سمندرونو تلونو ته ور ښکته شوي دي د دې نه دي خبر چې دغه وایرس دنیا په سر اړولې ده. رپورټ وايي د عسکرو کمانډران به دوی هلته خبروي چې ابدزونه یې د سمندر د ژورو نه د اوبو سر پورته کیږي.

ډومېنیک سېلز د کال ۲۰۰۳ نه تر د کال ۲۰۰۶

پورې د فرانس بېلېسټک بردار ابدوز کمانډر و، وايي په ابدوز کې عسکرو ته د دنیا د روانو چارو معلومات نه ورکړی کیږي. “پکار ده چې دغه هلکان هر وخت په مکمله توګته د خپل مشن دپاره حاضر وي.”

د ای پي سره مرکه کې ډومینک سېلز وویل کله چې ابدوز ساحل ته ستنږي نو کمانډر یې دوه ورځې وړاندې په دنیا کې لویو واقعاتو نه خبر کړي.

هغه وویل که چېرې په یوه موقع د یو ابدوز کمانډر لکه د کرونا وایرس په رنګ د څه لوې پېښې نه خبر هم وي نو ضروري نه ده چې هغه سره ټول تفصیلات هم وي او یا هغه دا خبر خپلو عسکرو ته هم ورکړي.

ایسوسي اټیډ پرېس وايي د فرانس سمندري پوځ په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه چې په ابدوزونو کې پرځای شویو عسکرو ته څه ویل شوي او څه نه دي وېل شوي؟ او سمندري پوځ دا معلومات هم نه دي شریک کړي چې ایا د فرانس کوم ابدوز د مارچ په ۱۷ نېټه په ملک کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د لاک ډاون پرځای کیدو نه پس سمندر ته ښکته شوی دی او که نا؟

رپورټ وايي فرانس څلور ابدوز لري. هر ابدوز ۱۶ بېلیسټک مزایل لري او هر یو مزایل څلور اېټمې وسلې د وړلو صلاحیت لري.

د بحیره روم به ساحل د فرانس د سمندري پوځ ترجمان لوټیننټ کمانډر اولیویر ربارډ وویل په داسې حال کې چې د ملک د اېټمي ابدوزونو پروګرام خفیه ساتل کیږي دا وېل مشکل دي چې ایا د ابدوزونو عملې ته به د کرونا په اړه معلومات ورکړی شوي وي او که نا؟

د فرانس یو ابدوز د ۶۰ نه تر ۷۰ پورې ورځې په سمندر کې تېروي او په یو ابدوز کې په عامه تر ۱۱۰ کسانو پورې د عملې غړي موجود وي. دا ډول د فېبرورۍ په میاشت کې سمندر ته تللی یو ابدوز به د اپرېل تر اخېره پورې د خپل مشن ته ساحل ته ستنږي.

په داسې حال کې ای پي وايي که چیرې داسې وي او د فېبرورۍ په میاشت کې تللی ابدوز د اپرېل په اخېره کې ساحل ته پورته شي نو عسکر به د کرونا وایرس دلاسه بدله شوي دنیا ويني.

د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د معلومات د مخه په فرانس کې کرونا وایرس دلاسه ۲۶۱۲ کسان مړه شوي او په مجموعي توګه ۴۰۷۵۱ کسان دې مرض وهلي دي.

ای پي وايي ساحل ته تلونکو د ابدوز د عسکرو دپاره به دا ډیر حیرانوونکي او د تشویش وړ معلومات وي.

د فرانس د سمندري پوځ د موجوده وخت یو افسر چې په یو ابدوز کې یې د ډاکټر دنده ترسره کړې ده د ابدوز نه بیراته راتلونکو عسکرو به داسې کوم بحران وړاندې نه وي لیدلی. “دا به د هغوی دپاره ډیره د حیرانتیا خبره وي.”

دغه ډاکټر وویل د ابدوز د عملې نه هغه ټول معلومات لېرې ساتل کیږي چې د دوی حوصله کمزوري کولی شي.

هغه زیاته کړه د ابدوز عمله انټرنیټ، ریډیو او ټېلې وژن ته ته رسايي نه لري او د بهر دنیا خبرونه یوازې د خپل کمانډر نه ترلاسه کوي او کمانډر هر چا ته ټول معلومات یا خبرونه نه ورکوي.

په کال ۲۰۱۲ کې د فرانس د سمندري پوځ دغه ډاکټر په یو ابدوز کې وو چې د داعش یو وسله وال د فرانس د امینتي ادارې درې عسکر، یو یهودي راهب، د هغه دوه زامن او یو لور ووژل. ډاکټر وویل هغه د دې پېښې نه ساحل په راتک خبر شو. “د اوبو لاندې یوازنی ځای وي چې انسان د هر ډول معلوماتو نه قطع شوی وي.”

هغه وویل به خلا کې خلابازان انټرنیټ، رېډیو او ټېلې وژن ته رسايي لري نو ځکه د دنیا د حالاتو نه خبرېدلی شي.

ډومېنک سېلېز وویل په کال ۲۰۰۴ کې د سپېن به میډریډ ښار کې د بمونو حملې وشوې. په دغه وخت د ابدوز کمانډر خو د سپېن د حملو نه خپله عمله بې خبره ساتلې وه. هم دغه ډول هغه په ابدوز او سمندر کې و پلار یې مړ شو خو د ۶۰ ورځو مشن سر ته رسوولو وړاندې ورته د پلار د مرګ خبر نه و ورکړی شوی.

له ډیوې راډیو په مننه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.