The news is by your side.

هرات د کورونا تر شدید برید لاندې دی

خبریال وېب پاڼه/تېره شپه په هرات کې د کورونا ویروس ۲۵ تازه پېښې ثبت شوې چې په دې سره په هرات کې د مجموعي پېښو شمېر هم ۱۳۱ ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په خپل تازه بیان کې وویل چې په هرات کې ۲۵ نویو پېښو سربېره په کابل، نیمروز، کندهار او ډایکنډي کې ۴ نورې پېښې هم ثبت شوې دي. دې سره په ټول هېواد کې د کورونا پېښې ۱۷۴ ته لوړې شوې چې د بهرنیو ځواکونو د ۴ پېښو په ګډون یې محموعي شمېر ۱۷۸ ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د بارانونو له امله د دغه ویروس د ډېر خپرېدو خبر ورکړل. دوی وویل یو اړخ ته دوی ته له کورونا سره د مبارزې لپآره ورکړل شوې بودیجه کمه ده و بل پلو په هېواد کې روانو پسرلنیو بارانو د دغه ویروس د زیات خپرېدو لامل شوی دی او اندېښنه یې څرګنده کړه چې په راتلونکو ورځو کې به دغه ویروس د هېواد ډېرو سیمو ته ورسېږي.

په نړیواله کچه کورونا تر دې مهاله شاوخوا ۳۷ کسان وژلي او تر ۷ لکو زیات کسان پرې اخته دي. را روانه اونۍ د کورونا ویروس د خپرېدو له امله نوره هم سخته اټکل شې ده. دغه ویروس چې نړۍ یې له هر اړخیزو بحرانونو سره مخ کړې ده، تر ټولو ډېره قرباني یې په اروپا کې له ایټالیا څخه اخیستې ده چې یوازې تېره شپه او ورځ یې ۸۱۲ کسه قرباني ورکړې ده او د ټولو وژل شویو شمېر یې تر ۱۱۲۰۰ هم اوړي.

تر ایټالیا وروسته اسپانیا د کویډاـ۱۹ تر سخت برید لاندې ده چې هلته یې هم زرګونه کسان وژلي او ګڼ شمېر نور پرې اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ په کابل کې د کورونا ویروس د تشخیص یو بل مرکز هم پرانیست چې دې سره د ټولو پرانیستل شویو روغتونونو شمېر څلور ته پورته شو. ده وویل چې ښایي په هېواد کې د دغې ناروغۍ قربانیان ډېر وي خو دوی به هغه علایم چې وړاندې شوي دي، ښایي نه وي احساس کړي او خپلو سیمو کې اړوندو روغتونونو ته تللي نه وي.

نوموړي پر هېوادوالو غږ وکړ چې د روغتیا وزارت وقایوي لارښوونې تعقیب کړي ځکه په خبره یې دا ویروس نه درمل لري او نه واکسین نو په کار ده چې خپل د خپلې روغتیا لپاره را ودانګو.

په هرات کې د ۲۵ کورونا ځپلو له ډلې یې ۱۷ نارینه او ۹ کسه ښځینه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.