The news is by your side.

لوګر کې ۱۷ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر چارواکي وايي، په دې ولایت کې د کرهڼې او مالدارۍ په برخو کې د درې سوه اتلس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د کرهڼې او مالدارۍ رئیس عبدالله تسل خبریال وېبپاڼې ته وویل، دغه پروژې کرهڼې، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او د اوبو لګولو په برخه کې عملي شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د یادو پروژو لګښت د کرهڼې او مالدارۍ وزارت، مالیې وزارت او د یو شمېر نړیوالو ادارو او موسساتو لخوا ورکړل شوی دی.

ددې ولایت بزګران د دې پروژو پلي کیدا د کرهڼې او مالدارۍ د پرمختګ او د دوی د یو شمېر ستونزو هواري لپاره اغېزناکې وبللې او وایي، په دې سره به یې کرنه پیاوړې او د تولیداتو کچه زیاته شي.

د لوګر د کرنې ریاست مسولینو په غونډه کې بزګرانو او ګډونوالو ته په راتلونکي نوي کال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ورته نورو پروژو د پلي کېدو خبر هم ورکړ.

د لوګر والي محمد اجمل شاپور د دغه پروژو بشپړېدل د کرهڼې او مالدارۍ د پیاوړتیا او معیاري کېدو په برخه کې د افغان حکومت ژمنتیا څرګندوي.
لوګر پلازمینې کابل ته په ۶۰ کیلومټرۍ کې پروت ولایت دی، چې اکثره وخت ترې د ناامنیو راپورونه خپرېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.