هېواد کې د کرونا تازه پېښې؛ حکومت وايي، د مهار وړتیا یې نه لرو

خبریال وېبپاڼه/ د عامې روغتیا وزارت وايي، کرونا ویروس له تېرې ورځې راهیسې د۳۷   کسانو ژوند اخیستی او په په دې سره په هېواد کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۰۲ ته ورسېد.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په همدې موده کې ۲۳۲ نور کسا په دې ویروس اخته شوي چې په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر اته څلوېښت زره یو سل او دري دېرش کسانو ته رسېدلی دی.

د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸۴۷ او د بېرته رغېدلو هغه بیا اووه دېرش زره څلور سوه او پنځه اتیا تنو ته ورسېد.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې بیا ۲۰۲ کسان بېره له دې ناروغۍ جوړ شوي دي او بېرته رغېدلو کسانو شمېر اووه دېرش زره نهه سوه او څلور اتیا تنو ته رسېدلی دی.

د کرونا ویروس له لومړۍ څپې سره د حکومت لخوا سمه مبارزه ونه شوه او لسګونه میلیونه افغانۍ د چارواکو جیبونو ته لاړې.

تازه پرون ولسمشر غني په بهر کې له مېشتو افغان متخصصینو څخه د کرونا ویروس د دوهمې څپې د کنټرول په برخه کې همکاري غوښتې ده.

ولسمشر ویلي، چې روغتیايي بنسټونه دمګړۍ د کرونا ویروس د مهارولو وړتیا نه لري او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

که څه هم روغتیا نړۍوال سازمان او ګڼو نورو بنسټونو په افغانستان کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره میلیونونه ډالر ولګول، خو ډېری بودجې د چارواکو شخصي جیبونو ته لاړه، تر دې چې په ټول هېواد کې د کرونا ناروغانو د درملنې یوه معیاري شفاخانه لا نه ده جوړه شوې.

حکومت که غواړی خلکو ته خدمات ورسوي او د کرونا ویروس مخنیوی وکړي، تر هر څه دمخه باید د فساد ريښې وچې کړي، تر څو ملي بودجه د شخصي جیبونو پر ځای د خدماتو به لېږد او معیاري کولو ولګېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More