کمین: خبریالان د جګړې کرښه کې بې سلا او بې دفاع جنګیږي
خبریال وېب پاڼه/ په افغانستان کې څومره خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی؟
کورنۍ یې په کوم حالت کې دي؟
حکومت باید د خبریالانو له کورنیو سره څه وکړي؟
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی ګل احمد کمین د شهید الیاس داعي د قضیې په بهانه دا موضوع را سپړلې ده.
ښاغلی ګل احمد کمین وایي، د افغانستان خبریالان هغه څوک دي، چې د ټولنې درد ته انعکاس ورکوي، خو د دوی له درده څوک نه خبریږي، هغه څوک دي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې بې، سلا، بې زرې او بې دفاع جنګیږي. هغه څوک چې د ښکېلو لورو څخه، وژل شوی، ټپي شوی، شکنجه شوی او ګواښل شوی. خو بیا یې هم غږ جګ دی، دا افغان خبریالان دي.
ګل احمد کمین وایي، افغان خبریالان د خاورې د کرې پر مخ باندې په یو داسې هېواد کې چې شل کلونه محشر دی او دوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې، د سر په بیه د حقایقو په لټه دي. خو په تأسف سره چې نه له هغوی سره مرسته کیږي، نه مععومات ورکول کیږي، له هر لوري څخه پر دوی برید کیږﺉ، اختطاف کیږي او ګواښل کیږي.
نوموړي ولسي جرګه کې په دې تړاو د خبرو پر مهال په تېرو شلو کې د ١٢٤ افغان خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې دا ډېر لوړ تعداد دی. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ١٢٠٠ پېښې لرو.
ښاغلي کمین د دوه ژبه ورو خبریالانو الیاس داعي او یما سیاوش له شهید کېدو هم یادوونه وکړه.
نوموړي وویل وروستي ځل لپاره چې په دې لمبو کې وسوځېدل هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش په کابل وو.
کمین د ولسي جرګې پر غړو غږ وکړ، چې ایا د دوی د کورنیو له حال خبر دي؟ اکثریت خبریالان خراب اقتصادي ژوند لري. د الیاس داعي په کورنۍ کې یوه مورکۍ پاتې نه او څو ماشومان، چې هغوی یې اکثره له عصبي ناروغیو کړیږي، دوی ان د شپې ډوډۍ نه لري.
کمین پر حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د ژوند په خوندیتوب، هغوی ته د معلوماتو ورکولو کې او په یو داشې مېکانېزم کار وکړي، لکه څنګه چې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره دوام دارې مرستې کوي، د شهیدو شویو خبریالانو له کورنیو سره هم مرستې وکړي.
ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی ښاغلی ګل احمد کمین داسې مهال افغانستان کې د خبریالانو او کورنیو د ژوند په تړاو یې موضوع را پورته کوي، چې اوس مهال کې خبریالان له هر چا ډېر له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او په دې لار کې زیات شمېرو یې سر هم کېښود.
هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس د شهادت وروستۍ پېښه چې د رسنیو ټولې کورنۍ او رسنوال یې ولړزول، لا هم د نوموړي قاتلین نه معلوم شوي او نه نیول شوي دي، خبریالان د تل په څېر بار بار له حکومته غواړي، چې د دوی د ملګرو “خبریالانو” د شهادت، تاوتریخوالي، شکنجې او ګواښونو قضیې دې وڅېړل شي، خو حکومت د تل په څېر پخې ژمنې ورکوي، خو اقدام نه کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.