The news is by your side.

ننګرهار کې ملي امنیت د طالبانو یوه ډیپو کشف کړې

خبریال وېبپاڼه/ د ننګرهار چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت د وسله والو طالبانو یوه دیپو کشف کړې او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي ویلي، د ملي امنیت ځواکونو تیره ورځ د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په «مارسنګۍ» سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د سید نبي په نوم کس کور کې د وسله والو طالبانو اړوند یوه ډیپو کشف کړې او ګڼ شمېر وسلې یې ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، په یادو مهماتو کې بېلابېل ډوله مرمۍ، ۱۴ عدده د را کټ انداز پټاقۍ، درې میله کلاشینکوف او نور توکي شامل وو، چې په تړاو یې د سید نبي په نوم د یاد کور مالک او د وسله والو طالبانو غړی هم نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د داعش او طالبانو دوه ځانمرګي بریدګر هم له چاودېدونکو توکو ډکو واسکټونو سره یو ځای د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.