The news is by your side.

که ۷ زره نور طالبان خوشي شي، وطن کې غوبل جوړېږي

لیکوال: هادي مخلص

طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوحې د تړون پر اساس د افغان حکومت له زندانونو د دوی اوو زره نور بندیان خوشي کړي. دوی د دغو زندانیانو د خوشي کېدو لپاره وخت هم ټاکلی او ویلي یې دي، چې باید تر راتلونکو لسو یا تر لسو کمو ورځو پورې دغه بندیانو خوشي کړل شي.

امریکا د طالبانو دغه غوښتنه پر ځای بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه باید په پوره ډول عملي شي، ځکه په خبره یې، د یادې هوکړې ټول مسایل یو بل سره تړلي او داسې ناممکنه ده چې د تړون یوه برخه دې یې عملي شي او په بله دې یې سترګې پټې شي.

 امریکا د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه د طالبانو د غوښتنې د عملي کولو ګام اوچتوي او ژر به له افغان حکومت وغواړي چې د دوی او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس ۷ زره نور طالب بندیان خوشي کړي، تر څو تړون په سمه معنا عملي شي.

حکومت څه وايي؟

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني د ملي روغې جوړې عالي شورا غونډه کې وویل، چې حکومت د پنځه زره طالب بندیانو په خوشي کېدو د سولې لپاره خپل ښه نیت ښودلی او اوس باید طالبان خپله ژمنتیا ښکاره کړي.

حقیت دا دی چې دلته هر څه د بهرنیانو په خوښه او غوښتنه مخته ځي، نه طالب واک لري او نه افغان حکومت، که امریکا وغواړي د طالبانو غوښتنې ته د رد ځواب هم ورکولای شي او په یو ډول یې مجبورولای شي، چې نور غوښتنې پرېږدي او جګړه ودروي، خو امریکا دا کار نه کوي، بلکې ښايي ډېر ژر له حکومته وغواړي چې ۷ زره نور طالبان خوشي کړي، ځکه د پردې تر شا یې خپلې ګټې ښې سنجولې دي.

که ۷ زره طالبان خوشي شي، څه پېښېږي؟

د طالبانو او امریکایانو تر تړون مخکې طالبانو خپل تر نیمايي زیات نظامي قوت بایللی و، نه یې د جګړې توان درلود او نه دومره جنګیالي ورپاتې و، چې د جګړې میدان ګرم پرې وساتي، خو همدا چې د دوحې تړون لاسلیک شو، یو دم نیم مات شوي طالبان اسمان ته پورته شول، ځکه له یوې خوا یې زندانیان خوشي شول او له بلې خوا یې په نړۍوال ستیج ځان د نړۍ د زبر ځواک د ماتوونکو په نوم مشهور کړ.

 پنځه زره طالب بندیان خوشي شویو طالب بندیانو په قرآن لوړه کړي وه چې بيا به جنګ ته نه ځي، خو هرځای کې يې ونيول او ويې وژل؛ جګړه توده شوه، د اوربند غوښتنه ونه منل شوه او په یو ډول طالبانو د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره نظامي فشارونه زیات کړل.

اوس که چېرې د طالبانو اووه زره نور بندیان خوشي شي، د جګړې ډګر لا ګرمېږي، طالبان نظامي قوت پیدا کوي، غوښتنې یې لا پسې زیاتېږي او په یو ډول غواړي د امریکا په ملاتړ خپل حکومت (امارت) بیا ژوندی کړی او په ګډه د افغانستان په خاوره غوبل جوړ کړي.

حکومت ته پکار ده چې له ډېر تدبیر او پلان څخه کار واخلي، د نورو طالب زندانیانو د خوشي کېدو په تړاو دې نړۍوال ضمانت واخلي، بیا دې په پوره غور یو معقول اقدام وکړي، ځکه د طالبانو پنځه زره بندیانو خوشي کېدو په هېواد کې پر روان وضعیت او د اوربند پر رامنځ ته کولو هېڅ راز اغېز مثبت نه ونه کړ، که اووه زره نور خوشي شي بیا خو به بېخي غوبل جوړ وي او د خلکو چیغې به پورته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.