د طالب زندانیانو خوشې کېدو په تړاو دې نړیوال ضمانت واخیستل شي
خبریال وېب پاڼه/ نور خو طالبان هم په نیمه نه پوهیږي، حکومت یې له یوه لوري خوشې کوي، دوی یې بېرته په جګړو کې ور منډي، افغان حکومت یوازې د سولې رسېدو او له طالب مشرانو سره د مذاکراتو لپاره یې یو بلها بندیان ور خوشې کړل، داسې بندیان چې د هغوی جرمونه په هېڅ قانون کې د بخښلو وړ نه دي، خو طالبان په دومره لوی کتاب “قران کریم” هم له قسم کولو وروسته، بېرته د جګړې پر ډګرونو ور شوغه شول، د ځینو خو یې ملاګانې هماغو قسمونو چې په قران کریم یې کړي وو، ور ماتې کړې او په جګړه کې بېرته خاورو ته ولېږل شول. او ځینې یې لا هم د بل مسلمان ورور”عسکر” سره ډزیږي.
په دې کې بیا لا د طالبانو نازونه نور هم ډېر شوي، نور امتیازات غواړي، لا هم دا غواړي چې نور بندیان دې ور خوشې شي، له تور لېست دې وویستل شي، که نه نو بیا مذاکرات نه کوو!
که حکومت یې نه ور خوشې کوي، خو بیا به ټوله نړۍ ورپسې لګیا وي چې سوله یې موخه نه ده او که ور خوشې کوي یې، بیا یې څوک ضمانت کولی شي؟ چې طالب دې بیا جګړې ته نه ځي؟ څه معلومه ده؟ څه کیږي؟ څه پېښیږي؟ دا مذاکرات تر کوم ځایه رسیږي؟ خو تر څو چې رسمي اوربند نه وي شوی، طالب خو له جګړې لاس نه اخلي.
نړیوال یې باید ضمانت واخلي، که واقعاً د افغانستان د سولې غوښتوونکي وي، باید پر طالبانو فشار راوړي، چې د سولې لپاره د افغان حکومت پرېکړې او اقدامات ریشخند نه کړي، خوشې کېدونکي جنګیالي دې جګړې ته نه پرېږدي. او که یې هماغه طالب بیا په جګړه کې ولیدل شو، طالب مشران یې بیا باید درنه بیه پرې کړي، دا څه د ماشومانو لوبې نه دي، چې له یو طرفه یې ور خوشې کوه له بل طرفه یې بېرته بیا نیسه او همداسې دوام ورکوه.
افغان حکومت باید نړیوالو او طالبانو ضمانت واخلي، چې د طالبانو خوشې کېدونکي غړي به یې بیا جګړې ته نه ستنیږي، او که حکومت داسې نه کوي نوو د نورو بندیانو په ور خوشې کولو دې بېرته له همغو سره ډزېدو او جګړې ته هم اماده اوسي، ځکه طالب لا له جګړې د کېناستېدو لپاره زړه نا زړه دی.
لیکنه: آ، عزیزي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.