The news is by your side.

د ۹۱ کوډ ميليوني فساد ته د طالبانو غبرګون

 خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په حکومت کې د فساد په هکله خپاره شویو راپورونو ټول افغان ملت حيران کړ طالبانو هم دې خبر ته غبرګون وښوده.

د اطلاعات روز د ورځپاڼې له لوري په خپاره شوي راپور کې ليدل کېږي چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي په مياشت کې د کال د معاش څخه ډېر معاش او پيسې اخلي.

خلک حیران دي
هغه کسان چې د حکومت د ۹۱ کوډ څخه یې ځانته په ميليونونو افغانۍ باسلې دي داسې کسان هم پکې دي چې ټوله ورځ د فلسفې او وطن دوستۍ خبرې کوي.

په داسې يو حالت کې افغان ولس حيران دی چې په چا باور وکړي، ځکه هغه کس چې پرون په حکومت کې نه و او د فساد ضد به يې په ښکاره چیغې وهلې کله چې حکومتي چوکی ترلاسه کړي اول فساد ته دی مخه کړي.

د طالبانو د پېغور شو
حکومت اوس د طالبانو د پېغورونو هم شو، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر کې دې راپور ته پخپل غبرګون کې ويلي دي چې حکومت لاسته راوړنې دا د ميليونونو غلاوې دي او د همدې د لاسه نه ورکولو لپاره د سولې مخنیوی کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې حکومت په ښکاره د تېرو کلونو د لاسته راوړنو خبرې کوي خو په حقيقت کې دوی نه غواړي دا ډول پراخ فساد به لاسه ورکړي ځکه دوی د افغان مظلوم ولس په اوږو سپاره دي او خپله ژوند کوي.

طالبانو تر دې وړاندې کله چې د افغانستان سره د مالي مرستو غونډه جوړېده هم ويلي و چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان سره مرستې ددوی سره په همغږۍ وکړي ترڅو مستحقو خلکو ورسېږي، طالبانو ويلي و چې اوسنۍ مرستې ټولې د حکومتي چارواکو لخوا حيف وميل کېږي.

ولسمشر به نه پوهېږي
ډېری کسان په دې اند دي چې ولسمشر غني د هغه نېږدي کسانو په فساد باندې خبر دی، ځکه دا استدلال مانا نلري چې د کوڅې خلک دې په دې پوهېږي چې د ولسمشر غني نېږدې کسان دې په ميليونونه افغانيو فساد کوي خو ولسمشر دې نه پوهېږي.

ددې څخه ترلاسه کېدونکی فکر دادی چې ولسمشر غني هم ددې کسانو نه دې فساد راضي دی او ان سړی ویلي شي چې ولسمشر غني په همدې فساد سره دوی رام کړي دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.