The news is by your side.

آريانا سعيد د مسجد څخه د ښونځي جوړولو سخت مخالفت وکړ.

 خبريال وېب پاڼه:ورورسته تر هغې چې د پوهنې وزارت يو خبر په خپرولو سره د لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي پورې د ښوونځيو د ټولګيو بدلول په مسجد وکړ يعنى د لومړي صنف څخه تر درېيم صنف پورې زده کوونکي په مسجدونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

پوهنې وزارت يوې خبرپاڼه کې ويلي، له دى لايحېڅخه يې مطلب د يو پياوړي اسلامي هويت د روښانېدو رامنځ‌ته کول دي د خبرپاڼې له مخې، مخکې عمومي تعلیماتو د ټولو لومړنیو او ثانوي تعلیماتو پر وړاندې مسوولیت درلود، خو اسلامي تعلیماتو یواځې د دارالحفاظونو او مدرسو د مدیریت پر وړاندې مسوولیت درلود چې دغه ویش یا جلا والي، د اسلام موقف په څنډه کې راوستی وه.

خو، د هيواد ځينو سياسي او معدني فعالانو، هنرمندانو او ځينو نورو يې له دى لايحې خوښي څرګنده کړه خو، ځينو نورو يې بيا کلک مخالفت وکړ.

چې له جملې يې آريانا سعيد په خپلې فسبوک پاڼې د يو خبر په خپرولو سره د وزارت له دى لايحې سره سخت مخالفت ښودلى.

آغلې سعيد ليکلي : آيا تاسو دى ته آماده ياست چې خپل د اووه څخه تر لس کلو خواږه ماشومان داسى يو ځاى ته وليږئ چې هلته اکثره وخت په تنکيو ماشومانو جنسي تېري صورت نيسى او يا هم بدن يې په غير اخلاقي ډول لمس کيږى؟.

تاسو آماده ياست چې خپل تنکي ماشومان داسى يو ځاى ته وليږدوئ چې هلته ماشومان په بى رحمانه ډول وهل کيږى؟.

د آريانا سعيد په وينا: د پوهنې وزارت په کوم دليل او دا چې د ماشومانو د مور او پلار څخه اجازه او مشوره واخلي د هغوى ماشومان د لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي پورې د ښونځي پر ځاى مسجد ته وليږدوي.
چې د آريانا سعيد دا څرګندونې بى بنسټه بلل کيږى ځکه مسجد نه يوازي دا چې د زده کړو ځاى دى بلکې د اسلامي ارشاداتو او اسلامي قانون په پوهيدلو کې ترټولو مهم او اصلي ځاى بلل کېږي.

لکه څنګه چې د اسلام خوږ پيغمبر ﷺ په دى اړه فرمايلي دي؛(أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا وَأَبْغَضُ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ أَسْوَاقُهَا)
(مسلم).

اللّٰه تعالىٰ ته ډير خوښ ځايونه د ښارونو په نزد مسجدونه دي او ډير ناخوښ ځايونه اللّٰه تعالىٰ ته د ښارونو په نزد بازارونه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.