The news is by your side.

د هلمند جګړه؛ د پوستو مجهول سقوط

خبريال وېبپاڼه/ په هلمند کې ناکراریو زور اخیستی دی، جګړه د ښار په نږدې سيمو کې اوس ورځنۍ شوې ده او ډېر کله داسې پېښې کېږي چې د ښار په یوه حوزه کې جګړه رامنځته شي او امنيتي پوسته سقوط شي، دا پوسته وروسته بيا د حکومت له لوري ونيول شي، یانې پوستې نیول کېږي او له لاسه ورکول کېږي، خو دا بې پايلې نيول او له لاسه ورکول دواړو غاړو او د هلمند خلکو ته په درنه بيه تمامېږي.

همدا نن شپه د هلمند په دریمه حوزه کې جګړه رامنځته شوه چې سيمه يې بيا ناکراره کړه، په‌ دې جګړه کې هم همغه د موږک او پیشو کيسه وشوه، خو دا کيسه تر هغه ډېره په درنه تمامه شوه، په دريمه حوزه کې د رامنځته شوې جګړې په پايله کې يو عسکر شهيد شو او دری نور ټپيان شول، دلته موجوده پوسته سقوط شوه، خو لږ وروسته ورباندې جګړې زور واخيست او بېرته د حکومت له لوري دا پوسته ونيول شوه.

د ښار خلک پوزې ته راغلي دي
په سيمه کې خلک دغه حالت څخه سخت په عذاب دي، دوی د کيسې د يو طرفه کېدو طرفدار دي، ځکه هره شپه دوی د ډزو له کبله خوب نلري، خلک د ډار او وېرې څخه په سيمه کې راحت حرکت نشي کولی، ټول دا وېره لري چې اوس به یوه مرمۍ راځي او دوی به ورباندې لګېږي.

په دې ډول يو حالت کې د سیمې د خلکو ژوند ترټولو سخت حالت ته رسېدلی دی، هېڅوک په ارام زړه خپل کار نشي کولی، دوکاندار په ډاډه زړه دوکان ته نشي تلی، زده کړيال په ارام ذهن خپلې زده کړې نشي کولی، لنډه دا چې ددې سیمې خلک واقعاً په یو ناوړه حالت کې دي چې بايد ژر تر ژره بدلون وکړي.

د بنسټيز بدلون اړتيا
ددې سیمې د آرامۍ لپاره دوه لارې دي، يا بايد حکومت داسې سیمې پوره ونيسي، د اړتیا په تناسب پوځيان ځای په ځای کړي ترڅو هره ورځ په دې سیمه کې پوستې نه تبادله کېږي او یا هم دا سيمه پرېږدي او يا ورباندې د مخالفينو سره توافق وکړي او په دې سیمه کې اوربند قایم شي.

د اوسني وضعيت دوام به د خلکو ژوند تر دې هم تريخ کړي او ښایی دا ډول حالت د بد نیتو لپاره د نورو شومو موخو فرصت هم برابر کړي، له همدې کبله ځايي او مرکزي اداره باید پدې هکله سمدلاسه لاس پکار شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.