The news is by your side.

امریکايي او افغان ځواکونو دوو ولایتونو کې ګډ عملیات کړي

خبریال وېبپاڼه/ لانګ ور ژرونال نشریه لیکي، امریکايي او افغان ځواکونو په هلمند او نیمروز ولایتونو کې ګډ نظامي عملیات ترسره کړي دي.

 د سرچینې په خبره، په دې وروستیو کې امریکايي او افغان ځواکونو په ځینو ولایتونو کې د القاعده شبکې پر وړاندې ګډ عملیات پيل کړي دي، چې طالبان یې د دوحې تړون خلاف بولي.

سرچینه کاږي، سره له دې چې طالبان په افغانستان کې دداعش له حضور انکار کوي، خو ددغه شبکې غړي لا هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره نږدې همکاري لري.

 د سرچینې په خبره، د هلمند په نادعلي کې د طالبانو پر یوه مرکز برید شوی چې په هغه کې هم د القاعده شبکې اته غړي وژل شوي دي.

امریکایي ځواکونو داسې مهال دغه عملیات کړي چې له طالبانو سره د هوکړې مطابق دوی به یوازې په خپلو اډو کې وي؛ خو لانګ ور ژورنال لیکي د القاعده شبکې غړي په افغانستان کې تر دې دمه فعال دي نو پر وړاندې یې جګړې ته اړتیا ده.

څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو هم وویل چې امریکایانو د دوحې تړون خلاف د هلمند په نادعلي کې د دوی جنګیالیو باندې برید کړی او اتلس تنه یې وژلي دي.

طالبانو یاد برید غندلی و او ویلي یې و، چې غبرګون به له ځانه سره ولري.

وروسته له هغه چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو، طالب ډلې په یو شمېر ولایتونو کې لکه هلمند، کندهار، ارزګان جګړې ته شدت ورکړ. اوس چې کله امریکایي ځواکونو یو ځل بیا پر طالب جنګیالیو بریدونه وکړل، دغې ډلې د هېواد په جنوب لویدیځ زون کې خپلې حملې زیاتې کړې، پرون یوازې په کندهار کې طالبانو درې موټربم حملې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د طالبانو او افغان لوري ترمنځ هم د سولې مذاکراتو پر اجنډا توافق شوی، خو معلومه نه ده چې دغه پړاو به څومره وخت ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.