The news is by your side.

د سالنګونو لار به سبا هم د باروړونکو موټرو پرمخ تړلې وي

خبریال وېبپاڼه/ د ټرانسپورټ وزارت وايي، د شدیدو وارو د اورښت له امله به د سالنګونو لار سبا چهارشنبه هم د لویو باروړونکو موټرو پرمخ تړلې وي.

دغه وزارت ویلي، دا پرېکړه یې په شمالي سالنګ کې د واورې اورېدو له کبله کړې ده.

هغه زیاته کړه، د اټکل له مخې به په سیمه کې د چهارشنبې تر سهاره واوره اورېږي او له له همدې امله له ټېلري وسایطو پرته چې دروند وزن لري، نور وسایط په سالنګونو کې د مقرراتو په رعایت سره تګ راتګ کولی شي.

جنوبي سالنګ کې واوره ۳۰ سانتي متره او په شمالي سالنګ کې ۲۰ سانتي متره واوره اورېدلې ده او په شمالي سالنګ کې د واورې اورېدل دوام لري.

د سالنګ تونل، چې ۲ اعشاریه اووه کیلومتره اوږدوالی لري، د هندوکش غرونو په لړۍ کې له بحر نه ۳۴۰۰ متره جګوالی لري د شوروي اتحاد لخوا جوړ شوی دی.

دغه تونل د افغانستان ۹ شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

هر کال د مني په اخر او د ژمي په موسم کې د شدیدې واورې د اورښت له امله دغه لار د لویو او کوچنیو موټرو پرمخ تړلې وي، چې ډېری وخت پر دې لار تېرېدونکي مسافر له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance